بغداد کې مرګوني بریدونه شوي

بغداد
Image caption تېر جولای عراق کې د وروستیو کلونو پرمهال تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت ګڼل شوې ده.

عراقي امنیتي او طبي سرچینو ویلي چې بغداد کې موټربم چاودنو تر پنځوسو ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

په دې بمي بریدونو کې تر ډېره شیعه مېشتې سیمې په نښه شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوه موټربم چاودنه د بغداد شمال الکاظمیه سیمه کې د پولیسو د تلاشۍ پر یوې پوستې شوې ده.

همداشان د بغداد الشعب سیمه کې هم دوه موټربم چاودنې شوې.

عراق یو ځل بیا د ۲۰۰۸ کال هغو خونړیو بریدونو شاهد دی، چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ مرګونو بریدونو زرګونه کسان ووژل.

عراقي طبي او امنیتي سرچینې وايي، د ۲۰۱۳ کال له پیله تر اوسه په دې هېواد کې تر ۴۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

تر ټولو تازه خونړی برید د تېرې سې شنبې پر ورځ د بغداد سوېل لوېديځ جسر دیاله کې و، چې لږترلږه اووه کسان یې ووژل.

سني عراقیان وايي، چې لومړی وزیر نوري المالکي او اداره یې د مېرې چلند ورسره کوي.

عراق کې تر ډېره حکومتي واک له شیعه ګانو سره دی.

خبریالان وايي، چې عراق کې وروستۍ ناامنۍ د ګاونډي سوریې د کړکېچ زیاتېدو له کبله ډېرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې تېر جولای کې دغه هېواد کې ۱۰۵۷ عراقیان وژل شوي، چې زیاتره یې وسي وګړي وو.

تېر جولای عراق کې د وروستیو کلونو پرمهال تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت ګڼل شوې ده.

تر اوسه د دغو تازه بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو خبریالان وايي شاید سني سخت دریځو کړې وي.

ورته مطالب