کېمرون پر سوریه د پوځي برید لپاره ملاتړ راغونډوي

Image caption د بريتانيا پارلمان کې د مخالف کارګر ګوند مشر اېډ مېلیبند د حکومت پرېکړه کې د بدلون وړانديز وکړ.

د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کمېرون وايي دا سل په سلو کې معلومه نه ده چې په سوریه کې د کیمیاوي برید ترشا د چا لاس دی خو د پارلمان غړي باید خپله پریکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی پر سوریې د پوځي برید لپاره قضیه (دوسیه) جوړوي.

لومړي وزير ډېوېډ کېمرون د خپل هېواد پارلمان غړو ته وويل هغه پرېکړه ليک چې ده را وړاندې کړی د سوريې جګړه کې نه د کومې خوا اړخ نيولو لپاره دی او نه هم دا چې پر سوريه يرغل وشي او يا په کې نظام بدل شي.

د بريتانيا پارلمان کې د مخالف کارګر ګوند مشر اېډ مېلیبند د حکومت پرېکړه کې د بدلون وړانديز وکړ.

ښاغلي مېلیبند زیاته کړه چې په بنسټيز ډول له پوځي ګام سره مخالفت نه لري، خو ویې ويل په دې اړه بايد ثابتونکې بېلګې وي چې ولسمشر اسد اداره دې په کيمياوي بريد پړه وګڼله شي.

په همدې وخت کې د سوريې تلویزيون د ولسمشر بشار الاسد له خولې ويلي هېواد به يې د هر ډول تېري پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه، داسې پوځي ګوتڅنډنې يوازې هغه څه زياتوي چې ده د سوريې وګړيو خپلواک هوډ وباله.

د برتانیا حکومتي قانونپوهانو د مشورو پر بنسټ هېواد يې کولی شي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له ملاتړ پرته پر سوریې پوځي برید وکړي.

د قانونپوهانو دغه ډله وايي که د ملګروملتونو دایمي غړي روسیه او چین یې مخنیوی هم وکړي د بشار الاسد د دغسې عمل پر ضد مداخله به یو بشر دوستانه عمل وي.

د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي د سازمان پلټونکي يې چې په دمشق کې د تېرې اوونۍ هغه بريد پايلو پلټنه کوي چې د کيمياوي وسلو کارولو ادعا په کې شوې، خپل کار د جمعې پر ورځ (د اګست ۳۰مه) بشپړوي.

خو د برتانیا استخبارتي ادارې لومړي وزیر ډیویډ کېمرون ته ویلي ډېر زیات احتمال شته چې کیمیاوي برید د سوریې حکومت کړی وي.

د دې تر څنګ د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د سوریه په اړه پر تیلیفون خبرې کړې دي.

د رپوټونو له مخې دواړو مشرانو منلې چې د کيمياوي وسلو کارونې ته اجازه نه شته خو ښاغلي پوتین د سوريې پر وړاندې د پوځي ګام مخالفت هم کړی دی.

د سوريې حکومت مخالف مشر احمد الجربا خبريالانو ته وويل: هر ډول پوځي ګام به د خلکو نه، بلکې حکومت پر وړاندې وي.

پوځي برید او سوریانیان

د سوريې پلازمېنې دمشق کې د يو ډول پوځي بريد وېرې د خلکو ترمنځ وارخطايي او اندېښنې زياتې کړې دي. د راپورونو له مخې جګپوړو پوځي قوماندانانو د پلازمېنې چاپېر د قوماندې له مهمو مرکزونو نه د کسانو د ايستلو امر کړی دی.

د لبنان امنيتي چارواکو په وينا په تېرو څه د پاسه ۲۴ ساعتونو کې لږ ترلږه ۶ زره کسان له پولو ور اوښتي دي.

د دمشق اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي خواړه په کمېدو دي او په ځانګړي ډول وچه ډوډۍ په سختۍ موندله کېږي.

ورته مطالب