د ملاریا له منځه وړلو لپاره ماشي په نښه کړﺉ

Image caption ۲۰۱۰ کې د مالریا له کبله ټوله نړۍ کې له شپږ لکه ډېر کسان ووژل شول، چې اکثر په کې افریقايي ماشومان وو.

یو نوی رپوټ وايي، چې په اسیا او افریقا کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د دغې ناروغۍ د لېږدوونکو ماشو پیدا کېدو او اوسېدو ځایونو په نښه کول په زیاتېدونکي ډول اړین دي.

د لندن په روغتیا پالنې او طبي زده کړو انسټیټیوټ کې څېړونکي وايي، دا چې د ملاریا ماشي په زیاتېدونکي ډول د حشراتو ضد داروګانو پر وړاندې مقاومت تر لاسه کوي، د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید نوې تګلارې پلې شي چې د هغو ډنډونو له منځه وړل پکې شامل دي چې د ملاریا ماشي لاروا په کې وده کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي، چې دغه تګلاره په ټولو قضیو کې پر مخ نشي وړل کېدای او ټینګار کوي، چې دا طریقه باید یوازې د حشراتو ضد دوایانو او ماشو ضد جالیو تر څنګ کارول کېدای شي.

۲۰۱۰ کې د مالریا له کبله ټوله نړۍ کې له شپږ لکه ډېر کسان ووژل شول، چې اکثر په کې افریقايي ماشومان وو.

د روغتیا لپاره د بي بي سي خبریال ټیولپ موجمدار وايي تېره لسیزې کې د مالریا له کبله د وژل شویو کسانو شمېر لږ شوی، چې لوی سبب یې د پشه خانو کاروول او په کورونو کې دننه د ماشو ضد درملو کاروول دي.

خو ماشي د دې درملو ضد د مقاومت وړتیا مومي. لندن کې د ټراپیکل او هایجن درملو ښوونځي مسوولین وايي چارواکي باید د لاروا د سرچینې کابو کولو طریقې وکاروي.

ورته مطالب