امریکا: جګړن نضال حسن د مرګ په سزا محکوم شو

Image caption مسلمان شوي حسن په عراق او افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلو د غچ اخېستو لپاره پر یادو پوځیانو ډزې کړې وې. څارنوالان

په امریکا کې یوې پوځي محکمې یو پخوانی پوځي ارواپوه وروسته له هغې د مرګ په سزا محکوم کړ، چې په ۲۰۰۹ کال کې د ۱۳ پوځیانو په وژنه کې پړ وبلل شو.

د ټېکزاس ایالت په فورټ هوډ نومي پوځي مرکز کې په یاد تر سره شوي برید کې ۳۰ نور کسان ټپیان شوي هم وو.

په دغه مرکز کې پوځیان عراق او افغانستان ته تر لېږدول کېدو دمخه ارزول کېدل.

که د محکمې د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنې ناکامې شي د نضال حسن په نامه دغه کس به تر نیمې پېړۍ زیات وخت کې لومړی پوځي وي چې د مرګ سزا به پرې پلې شي.

څارنوالانو وویل، چې مسلمان شوي حسن په عراق او افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلو د غچ اخېستو لپاره پر یادو پوځیانو ډزې کړې وې.

د پوځ له لوري د مرګ سزا عملي کېدو پر وړاندې یوازینې خنډ د ولسمشر منظوري ده.

د فورټ هوډ مرکز د ټولیزو اړیکو افسر ټام رینلینډر د محکمې حکم اعلان کړ:

"د امریکا د متحده ایالتونو او نضال حسن تر منځ قضیه کې نوموړی نن د منصفه پلاوي له کابو دوه ساعته غونډې وروسته د مرګ په سزا محکوم شو.

ډګروال مایکل مولیګن د دغه حکم په اړه د حکومت په استازیتوب د قضیې وروستۍ څرګندونې وکړې.

ډګروال مولیګن استدلال وکړ چې حسن ته باید د نوموړي د دین له امله سزا ور نه کړل شي، بلکې نوموړي ته باید د ده د کرکې له امله سزا ورکړل شي."

د روانې میاشتې په پیل کې د پوځې محاکمې له پیل سره سم نضال حسن ومنله، چې دغه پېښه کې بریدګر دی خپله و. نوموړي خپله محاکمه کې له ځانه خپله دفاع کوله.

هغه د منصفه پلاوي له لوري وړاندې شویو ۹۰ شاهدانو نه یوازې دریو هغو څخه پوښتنې وکړې. هغه له خپله لوري هېڅ شاهد وړاندې نه کړ او نه یې د محاکمې په پای کې دلیلونه وړاندې کړل.

ورته مطالب