سوریه د امریکا د ممکنه برید ځواب ویلی شي؟

Image caption سوريه خپل د بېړيو ضد توغنديز سيستم په کارولو سره د هوايي دفاع تر څنګ کېداى شي چې د امريکا او لوېديځو هېوادونو سمندري ځواکونو ته هم ګواښ رامنځ ته کړي.

ټولې نخښې دا دي چې متحد ایالات او یو شمېر ملګري به یې د سوریې پر دولتي ځواکونو برید کوي خو ښکاره پوښتنه اوس دا ده چې سوریه به په ځواب کې څه کوي؟

تر کومه ځایه له پلان شوي بریده له ځانه دفاع کولی شي؟

د دفاع په برخه کې د بي بي سي خبریال جانتن مارکس د امریکا د ممکنه برید په وړاندې د سوریې پر ځوابي لارو غور کوي.

ټولې نښي نښانې دا ښيي چې د سورېې پر ضد په پلان شوي بريد کې به له وسلو کار واخيستل شي چې پکې د اوږد واټن ځمکني بريد لپاره د توما هاک په نامه کروز توغندي راځي.

دغه توغندي به د اوبتلونو او يا جنګي بېړيو څخه د سورېې پر خاوره توغول کېږي.

په دې بريد کې ښايي له جنګي الوتکو څخه هم کار واخيستل شي.

خو دا الوتکې به توغندي د سوريې له هوايي حريم څخه دباندې توغوي.

د سوريې لپاره به ګرانه شي چې د دې بريد پر ضد د خپل دفاعي سيسټم نه کار واخلي.

روسيې او چين ډول ډول او ډېر پېچلى سيستم سوريې ته ورکړى دى خو ياغيانو ته د هېواد د ځينو برخو او هغو سيمو په بايللو سره چې پکې د رادار او ځيني توغنديز مرکزنه ځاى پر ځاى شوي د سوریې دفاعي هوايي سيستم ښايي زيانمن شوى وي.

پر دې سر بېره هم د سوريې هوايي دفاعي سيستم اعتبار پر ځاى دى.

دغه يو علت دى چې پر سوریې د لوېديځو هېوادونو هر ډول بريد بايد له لرې واټن نه وشي.

سوريه خپل د بېړيو ضد توغنديز سيستم په کارولو سره د هوايي دفاع تر څنګ کېداى شي چې د امريکا او لوېديځو هېوادونو سمندري ځواکونو ته هم ګواښ رامنځ ته کړي.

د بېلګې په توګه سوريه په روسيه کې جوړ شوى د بېړيو څخه د توغول شويو توغنديو ضد سيستم لري خو دا نه شي کولاى چې د لوېديځ د ټام هاک جنګي بېړي څخه د توغول شويو توغنيدو مخه ونيسي.

نو که سوريه نشي کولاى چې په خپله د دغو بريدونو مخه ونيسي نو څنګه به د لوېديځو هېوادونو د بريدونو په وړاندې غبرګون او عکس العمل وښيي؟

يوه لاره ښايي دا وي چې خپل بريدونه به په کور دننه د ياغيانو پر ضد ګړندي کړي چې د خپل ځواکونو مورال يو څه لوړ کړي او امريکا او د هغې متحدينو ته هم يو سيګنال واستوي چې د اسد رژيم نه وېرېږي.

دویم لاره به دا وي چې سوريه به د جګړې د پراخولو په موخه پر ترکيې، په اردون کې پر امريکايي ځواکونو او يا هم پر اسراييلو بالستيک توغنديو بريد وکړي.

خو که سوريه پر اسراييلو د بالستيک توغنديو بريد وکړي نو دا به لوی غبرګون راوپاروي.

ممکنه ده چې جګړه د سيمې نورو هېوادونو ته هم وغځېږي او په سيمه کې د سوريې ملګری حزب الله هم جګړه کې ښکېل کړي.

اسراييل او ترکيه دواړه د توغنديو ضد سيستمونه لري، او د سیمه ييزې جګړې راپارول به نه د دمشق او نه هم د تهران په ګټه وي.

سوريه په بهر کې د امريکا او لوېديځو هېوادونو پر ګټو د برید کولو لپاره کېداى شي د حزب الله په څېر ډله وکاروي.

خو دلته هم ايراني چارواکي چې هڅه کوي د خپل اتومي فعالتونو پر سر د لوېديځ سره د خبرو نوى ور پرانيزي، دې کار ته د حزب الله په هڅولو کې له ډېر احتياط نه ښايي کار واخلي.

حزب الله په خپله په ډېر بد موقيف کې دى او له ولسمشر اسد سره ملګرتيا کې له وړاندې له ډېرو ستونزو سره مخا مخ شوى او ښايي پرکړه وکړي چې دا به غوره وي چې په اوس مهال کې په دې لانجه کې ور ګډ نشي.

ورته مطالب