منډېلا له روغتونه نه دی وتلی

منډېلا
Image caption د ۹۵ کلن منډېلا ډاکټرانو تېره اوونۍ د هغه وضیعت "خطرناک" بللی و خو ویلي یې وو چې د رغېدو لپاره یې خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.

د سوېلي افریقا ولسمشرۍ د ځینو رسنیو هغه راپور بې بنسټه بللی، چې وايي پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا له روغتونه کور ته ستون شوی دی.

وړاندې ځینو رسنیو راپور خپور کړ، چې ګني منډېلا له روغتون څخه کور ته ستون شوی دی.

د سوېلي افریقا د ولسمشرۍ ویاند مک ماهاراج ویلي ''منډېلا لاهم د بریتوریا روغتون کې بستر دی، اوس یې هم روغتیايي وضعیت د اندېښنې دی، خو ډېر خطرناک نه دی''.

نوموړی د تېر جولای پر اتمه د ګوردې د التهابي کېدو له کبله روغتون ته یووړل شو، چې هغه وخت یې روغتیايي وضعیت څه-ناڅه د اندېښنې وړ بلل شوی و.

د ۹۵ کلن منډېلا ډاکټرانو تېره اوونۍ د هغه وضیعت "خطرناک" بللی و خو ویلي یې وو چې د رغېدو لپاره یې خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.

ویل کېږي، منډېلا ته دا ناروغي زندان کې پیدا شوې ده.

نوموړی سوېلي افریقا کې د توکم پالنې د واکمنۍ پرمهال بندي و.

له جوهانسبرګ نه خبریالان وايي، له روغتونه د هغه وتل د ده کورنۍ، خپلوانو او ټولې سوېلي افریقا ته د ارامې ساه ایستلو ځواک ورکړی.

ورته مطالب