د یمن لومړی وزیر له یوه بریده روغ وتلی

Image caption ښاغلی باسندوه ۲۰۱۱ کال کې له لومړي وزیر ټاکل کېدو مخکې د مخالف ګوند غړی و.

یمني چارواکي وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر محمد سلیم باسندوه له یوه بریده روغ وتلی دی.

د لومړي وزیر یوه سلاکار ویلي، څلور وسله والو هغه مهال د لومړي وزیر پر موټر د ټوپکو خولې ورتاو کړې، چې په پلازمېنه صنعا کې له دفتره خپل کور ته پر لار روان و .دا لومړی ځل دی، چې د یمن پر لومړي وزیر برید کېږي، خو دهغه د کابینې غړي پخوا هم هدف ګرځول شوې دي.

د یمن حکومت له القاعده سره په جګړه بوخت دی. د جمعې په شپه په سویلي لبوس ایالت کې شکمنو وسله والو د څارګرې ادارې یو لوړپوړی افسر وواژه. ښاغلی باسندوه ۲۰۱۱ کال کې له لومړي وزیر ټاکل کېدو مخکې د مخالف ګوند غړی و.

دی هغه وخت د نوي حکومت برخه شو، چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له واکه لاس واخیست.

د نوموړي یوه ملګري علي السراري رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونه دغه برید کې کارول شوی ګاډی لټوي.

له دې مخکې د اګست میاشتې په پیل کې د القاعده احتمالي بریدونو ته په پام سره امریکا او یو شمېر لوېدېځو هېوادونو، صنعا کې خپل سفاروتونه وتړل.

ورته مطالب