نېلسن منډېلا له روغتونه کور ته ستون شو

Image caption نېلسن منډېلا له جون میاشتې راهیسې روغتون کې بستري و.

د سویلي افریقا ولسمشرۍ دفتر پر خپله ویب پاڼه اعلان کړی، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا له روغتونه په جوهانسبرګ کې خپل کور ته ستون شوی دی.

نوموړی به خپله کور کې د ډاکټرانو تر جدي پاملرنه لاندې وي.

دغه اعلان له هغه یوه ورځ وروسته وشو، چې چارواکو تېره ورځ هغه خبره رد کړه، چې ګواکې، ۹۵ کلن مشر له روغتونه کور ته ولېږل شو.

په اعلان کې ویل شوي دي، چې د نوموړي روغتیايي حالت لا هم کړکېچن او د اندېښنې وړ دی.

د سویلي افریقا لومړنی ټاکل شوی ولسمشر د تېر جون له میاشتې راهیسې د سږو ناروغۍ له کبله روغتون کې بستري و.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نوموړي ډاکټرانو ته ویل شوي، چې کورکې د هغه هماغسې درملنه وکړي، چې د پرېټوریا په روغتون کې یې کېده.

اعلامیه زیاتوي، چې د نوموړي کورنۍ ته هم ویل شوي، چې کور کې د هغسې درملنې لپاره بیا چمتووالی وکړي، چې روغتون کې یې د هماغې ‌طبي ډلې له لوري کېده.

ورته مطالب