پر سوریه امریکايي برید "له القاعدې سره مرسته" کوي

علاء الدین بروجوردي او بشار
Image caption د ایراني پلاوي مشر علاء الدین بروجوردي د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد بي بي سي ته ویلي، دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو برید د امریکا ملاتړو پوځي ډلو کړی، نه د سوریې پوځ.

وړاندې امریکا ویلي وو، داسې شواهد شته، چې د دمشق حکومت کیمیاوي وسلې او سارین غاز کارولي.

مقداد زیاتوي، چې "پر سوریه برید پر ایران د برید په معنا دی".

ښاغلي مقداد دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې یو اریانی پلاوی دمشق ته له سوري چارواکو سره د خبرو لپاره تللی.

د سوريې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فيصل مقداد بي بي سي ته وويل که بريد کېږي لګېدلی اور به نورو هېوادونو ته هم وغځېږي:

"د امريکايانو پر وړاندې به کرکه لا نوره زياته شي، نړيوالې موسسې به لا نورې کمزورې شي. ترهګري به هر ځا وغوړېږي. موږ په بشپړ ډول کيمياوي وسلې نه دي کارولې. کيمياوي وسلې او توکي د وسله والو ډلو له لوري کارول شوي، چې امريکا، ترکيه، سعودي او نور يې ملاتړ کوي. که بريد وشي نه يوازې سوريه بلکې ټوله سيمه به اور شي".

دغه پارلماني پلاوی چې مشري یې د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون مشر علاء الدین بروجردي کوي، د تېرې یکشنبې پر ورځ له سوري ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

امریکا

بل خوا، سپينې ماڼۍ يوه داسې همغږې هڅه پيل کړې چې د امريکا کانګرېس وهڅوي د سوريې پر وړاندې بايد بوځی ګام پورته شي.

دغه هڅې په داسې مهال پيل کېږي چې ټاکل شوې د امريکا کانګرېس راتلونکې اوونۍ په دې خپله رايه ورکړي.

امريکا د دمشق ختيځو څنډو کې د تېر اګست ۲۱ مې بريد پړه د سوريې پر نظام اچوي.

په دغه بريد کې چې په پراخه شک کېږي کيمياوي وسلې په کې کارول شوې، سلګونه کسان په کې وژل شوي او بوږنوکي وېډيويي انځورونه چې پر انټرنېټ او هم نړيوالو رسنيو خپاره شوي په نړيواله کچه يې غوسه پارولې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري چې پر ټلوېزيون یې خبرې کولې، ويلي حکومت يې داسې بېلګې لري چې د دمشق څنډو بريد کې د سارين غاز کارول شوی دی:

"موږ اوس د دمشق ختيځ کې د لومړيو کسانو د وېښتو او وينو بېلګې لرو، هغه خلک چې د مرستې لپاره راغلي وو، موږ د دوی وېښتو او وينو بېلګو کې د سارين غاز نښې لرو. نو دا مسئله د ورځې په تېرېدو لا ځواکمنېږي".

پر همدې مهال د عربي ټولنې بهرنيو چارو وزيرانو چې په قاهره کې يې غونډه کوله پر ملګريو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ کړی چې د سوريې نظام پر وړاندې پرېکنده ګام واخلي.

دوی د خپلې غونډې پای يوه اعلاميه کې ويلي په کيمياوي وسلو پړه بايد په جنګي جرمونو محاکمه شي.

د عربي ټولنې قاهرې دغې غونډې په ښکاره ټکيو دمشق د کيمياوي وسلو په کارولو تورن کړ، او د دغې ټولنې وياند ناصف حتي خبريالانو ته وويل اوس د عمل وخت رسېدلی دی:

"موږ پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ کوو چې د نړيوال قانونو بنسټونو له مخې خپلو مسئوليتونو ته ځير شي، پر دغه و حشي جرم پړه کسان پسې واخلي، چې د سوريې نظام يې بشپړ مسئوليت پر غاړه لري، هغو سرغړونو او وژنو ته د پای ټکی کېږدي، چې نظام په تېرو دووکلونو کې ترسره کړي دي".

خو د سوريې حکومت په پرله پسې ډول د کيمياوي وسلو کارولو تورونه رد کړي، او په خپل وار د تور ګوته خپلو مخالفو وسله والو ډلو او هغو هېوادونو ته نيسي چې د دغو وسله والو ملاتړ کوي.

د دمشق ختيځ کې په کيمياوي وسلو بريد چې امريکا يې د بېلګو شته والي خبره کوي، د ملګرويو ملتونو پلټونکو يې بېلګې غونډې کړې، او لا به له خپلو څېړونو وروسته خپلې پايلې اعلانوي چې کيمياوي وسلې کارول شوې که څنګه.

د سوريې په اړه له پخوا ويل کېږي چې د کيمياوي وسلو پراخې زېرمې لري. د دمشق نظام په تېره څه د پاسه دوه نيم کلنه جګړه کې په خپل هوايي مځکني ځواک پر مخالفو وسله والو برلاسی و. مخالفانو له وړاندې د بهرني ګام او ملاتړ غوښتنه کوله.

اوس چې ولسمشر اوباما د دمشق پر وړاندې د پوځي ګام ګوتڅنډنه کړې، د مخالف سوريې ملې ائتلاف وياند خالد صالح د دغه هېواد کانګرېس وهڅاوه چې د خپل ولسمشر ملاتړ وکړي:

" موږ د امريکا کانګرېس هڅوو چې ژر ګام واخلي او ولسمشر اوباما ته هغه رايه ورکړي چې ده يې غوښتنه کړې.

شمالي کوريا او يران حالت له نژدې څاري چې د امريکا کانګرېس کې څه روان دي، دا به يو خطرناک پيغام وي که کانګرېس پرېکړه وکړه چې له ولسمشر اوباما سره مل نه شي او امريکا ته د دې لار هواره نه کړی چې د اسد کيمياوي وسلو کارونې پر وړاندې ګام وانه خلي. "

د سپټمبر ۹ غونډه

که څه هم د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري د خپل کانګرېس په اړه باور ښوولی چې سوريې پر وړاندې بريد ملاتړ به کوي، خو کانګرېس به لا د سپتمبر پر ۹ مه خپله غونډه کوي. په دې معنا چې تر هغه مهاله به کوم پوځي ګام نه پورته کېږي.

جمهوري غوښتنکي جان مکېن چې له پخوا يې د سوريې پر وړاندې د ګام پورته غوښتنه کوله ويلي، دی به د يو ګوښي بريد ملاتړ تر هغه ونه کړي، چې د بشار الاسد نظام راپرځولو يو پراخ پلان برخه نه وي:

Image caption د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي حکومت يې داسې بېلګې لري چې د دمشق څنډو بريد کې د سارين غاز کارول شوی.

"دغه واقعيت چې موږ ډېر انتظار وکړ، او بشار الاسد وتوانېد چې خپل ځواکونه سره تيت کړي او بېلابېل ټولي سره وخوځوي، او کيمياوي وسلو کارونه ډېره پراخه وه، له هغه څه ډېره چې ما دې کله ليدلي وي، دا دې معنا لري چې ګوزار به د يو پوځي عمل پر ځای تر ډېره سياسي فعاليت وي. زه په دې اړه ډېر خواشينی يم.

څه چې موږ د کانګرېس غړي يې په لټه کې يو داسې يوه سټراټيژي او يو پلان دی چې د بشار الاسد نظام پرې راوپرځول شي، پرته له دې چې د امريکا پلی پوځيان دې هلته پل کېږدي. دا ترسره کېدی شي، او بايد ترسره شي."

د سوريې حکومت د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهيسې چې په دغه هېواد کې پاڅون پيل شوی، د خپلو مخالفانو په ځپلو پيل کړی دی. له هغه راهيسې چې احتجاجونو د کورنۍ جګړې بڼه غوره کړې اټکل سل زره وګړی وژل شوي او ۱،۷ مليون نور ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي.

د برتانيا پارلمان له خوا د لومړي وزير پرېکړه ليک له نه منلو وروسته د دغه هېواد حکومت په کوم بريد کې برخه نه اخلي، اوس فرانسه يوازينی ځواکمن هېواد دی چې تر دې دمه يې ويلي کېدی شي د سوريې پر وړاندې بوځي بريد کې ونډه واخلي.

ورته مطالب