تر دوو میلیونو ډېر سوري وګړي کډوال شوي

Image caption عراق ته هم نژدې ۱۶۹۰۰۰سوري وګړي کډوال شوي.

دغه شمېره په تېرو شپږو میاشتو کې دوه برابره زیاته شوې ده. فکر کېږي، چې پنځه میلونه نور سوري وګړي دننه په هېواد کې بې ځایه شوي دي.

دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد درېمه برخه اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر انتونیو ګوتېر بي بي سي ته وویل، ډېر دغه کډوال په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي او دوی ټولو ته مرستې رسول یو ناشونی کار دی.

نوموړي وویل، دا اړینه ده چې په سوریې کې کړکېچ ودرول شي.

ده همداراز وویل چې دا کړکېچ ګاونډیو هېوادونو ته ور اوړي او دا هغه څه دي چې د نوموړي په وینا په منځني ختیځ کې به یوه چاودنه رامنځته کړي.

د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د سوریې روانه جګړه کې له وېرې اووه سوه زره کورنۍ لبنان ته تښتېدلې دي.

وړاندې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو یوه استازي خبرداری ورکړی و، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه دټولوژنې خوا ته روانه ده. مختار لماني بي بي سي ته وویل، په سوریې کې روان مذهبي تاوتریخوالی ویروونکی دی.

د نوموړي په خبره خلک له یوه کلي بل ته په ډله ییز ډول په د یني او مذهبي بنسټونو کډه کولو ته اړ شوي دي:

"د سوریې حالات په ځانګړي ډول د دغه هېواد د خلکو لپاره مخ پر خرابېدو دي. په دغه هېواد کې نه یوازې بشري حالت یوه غمیزه ده، بلکې دلته روان مذهبي تاوتریخوالی ډېر وېروونکی دی چې لا هم مخ پر پراخېدو دی. خلک اړ شوي چې ډلې ډلې په مذهبي بنسټونو له یوه کلي بل ته کډه وکړي. دوی راتلونکي ته سخت په اندېښنه کې دي".

"وینه تویېدنه"

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي "سوریه کې د هغو ښځو، ماشومانو او سپین روبو وینې تویېږي، چې له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري".

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې نژدې یو میلیون سوري وګړي، چې درېیمه برخه تر ۱۱ کلونو د ټيټ عمر ماشومان دي، له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي.

تر ۱۱۸۰۰۰ ماشومانو پرته، چې خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړی، نور بې زده کړې پاتې شوي.

د سوریې ډېر کډوال لبنان ته تللي، چې ویل کېږي، لبنان کې له هرو شپږو اوسېدونکو یو په کې د سوریې کډوال دی، بیا اردن او ترکیې ته ډېر سوري کډوال تښتېدلي.

عراق ته هم نژدې ۱۶۹۰۰۰سوري وګړي کډوال شوي.

ملګري ملتونه وايي، په کور د ننه سوریه کې نژدې ۴.۲۵ میلیون کسان بې ځایه شوي او یا بې ځایه کېدو ته اړ شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېرو نژدې شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په دغه شمېر ډېر کډوال له سوریې وځي.

ورته مطالب