مایکرو سافټ د نوکیا موبایل کاروبار پېري

Image caption نوکیا د نړۍ په کچه د موبایل جوړولو یو مخکښ شرکت و، خو د موبایلونو د نویو ډولونو په راتګ سره یې بازارونډه راټیټه شوه.

د ټکنالوژۍ ستر امریکايي شرکت مایکروسافټ هوکړه کړې چې د فنلندي شرکت نوکیا د ګرځنده ټیلیفونو کاروبار وپېري. د دغې معاملې ارزښت اووه اعشاریه دوه میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

تمه ده چې دغه مالي لېږد به د برخوالو د تاییدۍ په رڼا کې د دوه زره څوارلسم کال په لومړۍ ربعه کې تر سره شي.

نوکیا د نړۍ په کچه د موبایل جوړولو یو مخکښ شرکت و، خو د موبایلونو د نویو ډولونو په راتګ سره یې بازارونډه راټیټه شوه.

د مایکرو سافټ مشر سټیو بالمر وايي:

"داد راتلونکي پر لور یو مهم ګام دی او د کارکوونکو، مشتریانو او ونډه والو لپاره د غوره والي یو فرصت."

مایکرو سافټ چې د نړۍ له سترو تکنالوژي شرکتونو څخه یو دی، له هغه راهیسې، چې دودیز پي سي مارکیټ یې سمارټ فونز او لپ ټاپ وننګاوه، له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

کتونکي وايي دغه شرکت د موبایل ټلیفون ډېرېدونکي بازار ته پام و نه کړ او په غبرګون څرګندولو کې یې بیړه و نه کړه.

مایکرو سافټ خپل ټابلیټ پي سي پروسږ کال بازار ته وړاندې کړ، خو د دې تولید بازار خورا پڅ پر مخ درومي.

شنونکي وايي، شرکت غواړي، چې موبایل بازار کې یې لومړیتوبونه او پلانونه سم وي.

د کنسلټنټس فروسټ اینډ سلوین منوج مېنن وايي، په څرګنده دغه شرکت غواړي، چې خپل پلانونه سم کړي او په باور یې دغه ګام سم دی، خو پوښتنه داده، چې له دې وروسته ګامونه به یې څومره سم وي.

ورته مطالب