واشنګټن: پر سوریې د پراخ برید په باب غور کېږي

Image caption د سوریې حالات په ځانګړي ډول د دغه هېواد د خلکو لپاره مخ پر خرابېدو دي. مختارلماني

په واشنګټن کې داسې نښې نښانې لیدل کېږي، چې ولسمشر اوباما د کیمیاوي وسلو د کارولو په غبرګون کې د سوریې پر وړاندې د محدودو بریدونو پر ځای د پراخ پوځي ګام پلان لري.

د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې پخواني مرستیال جنرال جیک کین له یو شمېر هغو مهمو جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره خبرې کړې، چې د دوشنبې په ورځ ورته سپینې ماڼۍ د دې موضوع په اړه مالومات ورکړل.

نوموړي بي بي سي ته وویل، یادو سناتورانو ته ولسمشر اوباما په شخصي ډول ډاډ ورکړی، که کانګرس نوموړي ته د ګام پورته کولو اجازه ورکړي، دی پلان لري چې د ولسمشر اسد وسله وال ځواکونه په ستره کچه وځپي. جنرال کین بي بي سي ته وویل، داسې یو پلان هم شته، چې له مخې به یې د سوریې د یاغي ډلو ملاتړ زیات شي.

بل لور ته د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو یوه استازي خبرداری ورکړی، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه د ټولوژنې خوا ته روانه ده.

مختار لماني بي بي سي ته وویل، په سوریې کې روان مذهبي تاوتریخوالی ویروونکی دی.

د نوموړي په خبره خلک له یوه کلي بل ته په ډله ییز ډول په د یني او مذهبي بنسټونو کډه کولو ته اړ شوي دي. د هغه په وینا:

" د سوریې حالات په ځانګړي ډول د دغه هېواد د خلکو لپاره مخ پر خرابېدو دي. په دغه هېواد کې نه یوازې بشري حالت یوه غمیزه ده، بلکې دلته روان مذهبي تاوتریخوالی ډېر وېروونکی دی چې لا هم مخ پر پراخېدو دی. خلک اړ شوي چې ډلې ډلې په مذهبي بنسټونو له یوه کلي بل ته کډه وکړي. دوی راتلونکي ته سخت په اندېښنه کې دي."

ملګرو ملتونو ویلي، چې د سوري کډوالو شمېر له دوو میلیونو اوښتی دی، چې په وینا یې له یوه میلیونه ډېر یې په تېرو دریو میاشتو کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره اداره" یو این سي ایچ ار" وايي نژدې اووه لکه سوري کډوال لبنان ته تښتېدلي او دغه راز نوموړې اداره وايي، دا مهال د بل هر ملت پرتله ډېر سوریایان کډوال دي.

د "یو این سي ایچ ار " په وینا سوري کډوال، نارینه، ښځې او ماشومان په داسې حال کې له هېواده وځي، چې یواځې د تن جامې له ځانه سره وړي.

د یادې ادارې په وینا د دې کډوالو سم نیمايي ماشومان دي، چې په زوره له خپل ټاټوبي شړل کېږي او د دوی په وینا د کډوالو سوري ماشومانو دریمه برخه داسې دي، چې عمرونه یې له ۱۱ کلنۍ ټیټ دي.

۱۱۸۰۰۰ ماشومان توانیدلي چې په یو نا یو ډول زده کړې جاري وساتي او له پنځو نه یو یې داسې دی، چې مشورې ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې په راتلونکي کې د خپل هېواد په بیا رغونه کې د دې ماشومانو د ناتوانۍ په باب خبرداری ورکوي.

لبنان ته په داسې حال کې د ډېرو سوري کډوالو د تګ خبرې کېږي، چې دغه هېواد د سوریې په ګاونډ کې تر ټولو کوچنی او د پالنې په باب یې تر ټولو ناتوانه بلل کېږي.

داسې فکر کېږي، چې اوس لبنان کې د دغه هېواد له هرو شپږو اوسېدونکو وروسته یو سوریایی موجود دی.

په ترتیب سره ترکي او اردن د ډېرو سوري کډوالو ورتګ له کبله په دویم او دریم مقام کې دي.

په داسې حال کې چې یو این ایچ سي ار وايي د سوري کډوالو ۹۷ سلنه برخه ګاونډیو هېوادونو ته تللي، دغه اداره وايي، چې د غو کډوالو له کبله د یادو هېوادنو پر اډانه، اقتصاد او ټولنو دروند بار پریوتی دی.

یادې ادارې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتې، چې د کډوالو د سمبالښت لپاره د سوریې له ګاونډیو هېوادونو سره پراخې مرستې وکړي.

د سوري کډوالو شمېره په تېرو شپږو میاشتو کې دوه برابره زیاته شوې ده.

فکر کېږي، چې پنځه میلونه نور سوري وګړي دننه په هېواد کې بې ځایه شوي دي. دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد درېمه برخه اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر انتونیو ګوتېر بي بي سي ته وویل، ډېر دغه کډوال په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي او دوی ټولو ته مرستې رسول یو ناشونی کار دی. نوموړي وویل، دا اړینه ده چې په سوریې کې کړکېچ ودرول شي.

ده همداراز وویل چې دا کړکېچ ګاونډیو هېوادونو ته ور اوړي او دا هغه څه دي چې د نوموړي په وینا په منځني ختیځ کې به یوه چاودنه رامنځته کړي.

د ۲۰۱۱ په مارچ کې د سوري ولسمشر بشار الاسد پر ضد د پاڅون له پیله راهسې نژدې ۱۰۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب