چې تنفسي مجرا مو بنده شي، څه به کوﺉ؟

Image caption داسې فشار پرې راوړﺉ، لکه یوڅه چې پورته کوﺉ.

هر کال سلګونه کسان د تنفسي مجرا یا ساه اخیستو د مرۍ بندېدو له کبله مري، چې تر ډېره د مړۍ بندېدو او یا تنفسي مجرا کې د یوه څيز د بندېدو له کبله رامنځ ته کېږي.

د هوايي مجرا بندښت سږو ته د هوا د رسېدو لار بندي، که چېرې یو سړی له دې حالت سره مخامخ شي، نو د اغېزمن کس د ژغورلو لپاره څه کول په کار دي؟

جرمني کې هر کال د هوايي مجرا د بندېدو له کبله تر ۶۰۰ ډېر کسان مري، چې د بېړني حالت د یوه متخصص ډاکټر راینر ګورګاس په وینا، تر ډېره د مرۍ بندېدل د دوه ډوله کسانو ژوند ته ډېر خطرناک وي:

یو هغه چې دماغي ناروغي ولري، او بل هغه ناروغان، چې په اسانۍ سره یوڅه تر خپلې مرۍ نه شي تېرولی، چې په دوی تي خوري ماشومان او ان دوه –درې کلن ماشومان هم راځي.

د هوايي مجرا بندېدل غالباً له سمو ژوولو پرته د یوې لویې مړۍ د تېرولو پرمهال رامنځ ته کېږي، یا سړی خبرې کوي او یا سړی د خوړو پرمهال په کړس کړس وخاندي.

معمول، خو غلط

کله چې انسان په دغو حالاتو کې د هوايي مجرا د یوې برخې له بندښت سره مخامخ شي، له خپل ستوني د بند شوي څیز د رایستلو لپاره باید ژور وټوخېږي، خو که چېرې د هوايي مجرا ټول نل بند شي، نو بیا مریض نه ټوخېدلی شي او نه هم خبرې کولی شي، ان بې هوښه کېږي او د ژر مړینې امکان یې هم وي.

د ډاکټر راینر ګورګاس په وینا، په دا ډول بېړنیو حالاتو کې باید ژر ډاکټر راوستل شي، خو که چېرې مریض ماشوم وي، د راینر په خبره، باید ماشوم سرچپه ونه نیول شي، چې دا کار په غلطه توګه معمول شوی دی.

دی وايي، د ساه بندېدو پرمهال د ماشوم پړمخې نیول او یا وهل شاید د هغه د ورمېږه فقرې زیانمنې کړي.

دی وايي، د دې کار پرځای باید د ماشوم سر ښکته ونیول شي او د ګوتو په سرونو پر شا څلور- پنځه ځلې ژر ژر او په قوت سره ووهل شي.

خو له لویانو سره باید دا چم ونه شي، له دوی باید مخته د کړوپېدو غوښتنه وشي، او پر سینه یا د نامه له غوټې لږ پورته یې بل څوک خپل خپړه او ورغوی ټینګ ونیسي، چې دې کار ته هایملیخ هڅه هم وايي.

مهم دا ده چې د سړي بدن باید مخ خوا ته کوز شي، ځکه چې دا کار له خولې او ستوني د بند شوي څيز په اسانۍ راوتلو سره مرسته کولی شي.

ورته مطالب