د سوريې کړکېچ: روسيه او امريکا د پوځي ګام په اړه سره "نژدې نه دي"

Image caption ولسمشر پوټين په دمشق کې د کيمیاوي وسلو کارولو پړه پر مخالفو جنګياليو اچوي

په سېنټ پيټرز بورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پای کې د مهمو مشرانو ويناوو له هغو توندو توپيرونو پرده پورته کړې چې د سوريې پر وړاندې شوني پوځي ګام په اړه يې ترمنځ راپورته شوي دي.

د روسيې ولسمشر ولاډمير پوټين يو ځل بيا د هر ډول ګوزار په اړه خپل مخالفت وښود، او ويې ويل داسې کار به سيمه ناکراره کړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وويل ګام پورته کول په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارولو غبرګون کې يو اړين کار دی.

د امريکا او ۱۰ نورو هېوادونو ګډه اعلاميه کې د يو ځواکمن نړيوال ځواب غږ شوی دی.

د امريکا حکومت د ولسمشر بشار الاسد پر ځواکونو تور لګوي چې د اګست پر ۲۱ مه يې د دمشق څنډو کې د د زهرجن غاز بريد سره ۱۴۲۹ کسان وژلي دي.

ښاغلی اسد د دغه بريد پړه پر خپلو مخالفو جنګياليو اچولې ده.

چين او روسيې چې د سوريې پرضد د ملګريو ملتونو امنيت شورا يوه پرېکړه ليک له هوکړې يې ډډه کړې، ټينګار کوي چې له ملګريو ملتونو پرته پوځي عمل به ناقانونه کار وي.

ښاغلي پوټين وويل داسې ګام "متضادې پايلې" لري او په منځني ختيځ کې حالت لا پسې د ناکرارۍ پر لور کاږي.

ده دغه څرګندونې په سېنټ پيټرزبورګ کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې پر وروستۍ ورځ يوه خبری کنفرانس ته کولې.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزه کې د مشرانوترمنځ د سوريې پر وړاندې د خپل هېواد پوځي ګام لپاره ملاتړ راوغونډاوه.

ښاغلي پوټين وويل د سوريې په اړه بحث د پنجشنبې ماښام ښه پر مخ لاړ او له نيمې شپې واوښت.

ده زياته کړه له ښاغلي اوباما سره يې يو په يو غونډه درلوده، چې د سوريې په اړه يې په کې سره بحث درلود، او دواړه يو د بل دريځونو ته سره غوږ شول، خو پر کوم څه سره سلا نه شول.

ښاغلی پوټين له دې مخکې هم ويلي وو د ملګريو ملتونو امنيت شورا له سلا پرته کوم پوځي به ناقانونه کار وي.

توپيرونه دوام لري

Image caption ولسمشر اوباما وايي د کيمياوي وسلو کارولو پر ضد نړيواله اجماع بايد وساتل شي

د سرمشريزې پای کې د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وويل "د ټولو په سلا" داسې نظر و چې په سوريه کې کيمياوي وسلې کارول شوې دي.

ده وويل ډېری مشران چې سرمشريزې کې يې برخه درلوده، پر دې فکر وو چې تر ډېره شونې ده چې مسئوليت د ولسمشر اسد نظام پر غاړه دی.

ښاغلی اوباما دليل ياداوه ان که امنيت شورا په ټپه ولاړ حالت کې وي، ګام پورته کولو ته اړتيا ده، ځکه چې د کيمياوي وسلو کارولو پر ضد نړيواله اجماع بايد وساتل شي.

خو ښاغلي پوټين د کيمياوي وسلو کارول "د جنګياليو له اړخه د پارونې يو کار" وباله چې په خبره يې "له بهره د ملاتړ هيله لري".

د سرمشريزې پای کې د خبرو پر مهال د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون وويل يوازې د ملګريو ملتونو په سلا ګام پورته کولو سره به "موږ خپله بهرنۍ تګلاره او اخلاقي دنده" په امنيت شورا کې د روسيې له وېټو کارولو سره تړو، او له دې پرته هم د ګام پورته کولو لپاره يو قانوني بنسټ شته دی.

په داسې حال کې چې بریتانيا، کاناډا او ترکيه ټول د ګام پورته کولو په اړه د ښاغلی اوباما د بلنې ملاتړ کوي، د جی۲۰ هېوادونو غونډه کې يوازيني مشران چې غواړي په سوريه کې زور وکاروي، امريکا او فرانسه دي.

په سېنټ پيټرزبورګ کې خبريالان وايي د امريکا پوځي مداخلې مخالفان داسې ښکاري چې له پلويانو ډېر زيات وي.

Image caption جي۲۰ هېوادونو ترمنځ د سوریې کړکېچ په اړه ژور بدلونونه دي

دغه راز ملګريو ملتونو د جمعې پر ورځ په سوريې کې د خلکو او هم اټکل دوو مليونو هغو سوريانو لپاره د لا نورې مرستې غږ وکړ، چې له دغه هېواده تښتېدلي دي.

د ملګريو ملتونو بشري چارو ادارې مشرې والېري اېموس بي بي سي ته وويل چې بسپنه ورکوونکي هېوادونه "بايد بيا" پر خپلو ونډو کتنه وکړي او "څومره چې کولی شي هغومره پرانيستی لاس ولري".

د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون د جمعې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د جي۲۰ ځينې هېوادونو پر داسې تدبيرونو سلا کړې چې له مخې به يې د ګمرکي لاروچارو په څېر د بيروکراټيکو خنډونو لرې کولو په ګډون د مرستو رسولو چارې ګړندۍ کوي.

ورته مطالب