د هټلر وروستی ساتندوی روخوس مېش مړی شوی

Image caption روخوس مېش په ۱۹۱۷ کال کې په پولنډ کې زېږېدلی و

د اډولف هېټلر پخوانی ساتندوی چې د نازي زورواکي ژوند وروستيو شېبو عيني شاهد و، په جرمني کې د خپل عمر په ۹۶ کلنۍ مړ شوی دی.

روخوس مېش په برلېن کې د هټلر پټنځای وروستی ژوندی پاتې شوی کس و.

د اېس اېس (د نازيانو پوځي څانګې) دغه پخوانی کس د هټلر پټنځای کې د ټليفوني سمبالښت چارې ترسره کولې او په وياړ سره يې د خپل مشر لپاره د جګړې د وخت خپلو دندو يادونه کوله.

د اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ په وينا ده هټلر "يو ډېر عادي کس" باله چې "وحشي او بربري نه و".

مېش ۵ کاله د يو ساتندوی، يو خبر وړونکي او ټليفون سمبالوونکي په توګه د فويرېر دننۍ کړۍ برخه و.

اسوشيېټېډ خبری اېجنسۍ ويلي، ده په خپله مرکه کې ځان د ګرمښت او مسئوليت په اړه مرکزي پوښتنو ته له ځواب لرې ساته، او ويل يې دی د ۶ مليون يهودانو له مرګ په هېڅ نه و خبر، او هېټلر د ده په شته والي کې هېڅکله د پای حل خبره نه ده کړې.

ده په ۲۰۰۹ کال کې بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو "دی په عمومي توګه د ډاچاو او بندي کولو کمپونو په اړه خبر و. خو د کچې په اړه يې راسره څه معلومات نه وو، دا زموږ د خبرو برخه نه وه. د نورمبورګ محاکمې د هغو جرمونو سره چلن کاوه چې جرمنيانو ترسره کړی وو."

ده خپلو خبرو کې ويل "خو بايد په ياد ولرئ داسې هېڅ جګړه نه ده شوې چې جرمونه دې نه وي په کې شوي، او نه به هم هېڅکله داسې جګړه وي."

"هېڅکله به مې هېر نه شي"

مېش په الټ شالکوېټز کلي کې چې نن ورځ پولنډ کې دی، په ۱۹۱۷ کال کې زېږېدلی و، او په خپل وختي عمر کې يتيم شوی او بيا له خپلو نيکه او نيا سره لوی شوی و.

مخکې له دې چې د خپل عمر په ۲۰ کلنۍ کې له اېس اېس سره يو ځای شي، د يو انځورګر په څېر روزل شوی و.

بيا مخکې له دې چې د هټلر شخصي ډلې کې وټاکل شي، په ۱۹۳۹ کال کې يې په پولنډ کې خدمت کړی و.

له فويرر سره د ده لومړۍ دنده دا وه چې په ويېنا کې خپلې خور ته يو ليک ورسوي.

مېش بي بي سي ته ويلي وو"په فويرېر ډله کې، که په زغرده ووايوو، موږ ساتندويان وو."

"کله به چې هټلر سفر کاوه زموږ د ۴ او ۶ ترمنځ کسانو به يې په يو دوهم موټر کې ملګرتيا کوله. خو کله به چې د هټلر په استوګنځي کې وو، نورې دندې مو هم لرلې."

"زموږ دوو کسانو به تل د ټليفون سمبالوونکي په توګه کار کاوه. د هټلر په څېر يو مشر ته تل ګڼ شمېر ټليفونونه راتلل."

د ټلوالې (اتحاديانو) پرمختګ سره چې نازيان د خپلې ماتې څنډې ته ورنژدې شوي وو، هټلر د برلېن خپل پټنځای ته په شا شو، او مېش د هغې ډرامې وروستی عيني شاهد شو، چې د ۱۹۴۵ کال د اپرېل پر ۳۰ مه ترسره شوه.

Image caption د ګويبلز شپږ واړه ماشومان د مځکې لاندې پټنځای کې ووژل شول

ده ويل دی پر ټليفون و، چې کله هټلر خپل خان وواژه، نو د تومانچې ډزې يې وانه ورېدې.

خو په پټنځای کې نورو اورېدلې وې، او د هټلر شخصي سکرتر له ټولو غوښتنه وکړه چې چوپ شي او خونه د فويرر پر لور پرانيزي.

مېش خپلو خبرو کې ويل "هټلر مې وليد چې سر يې پر مېز پړ پروت و. د (هټلر ښځه) اېوا براون پر سوپه پرته وه، او سر يې د ده پر لور و."

"د دې زنګونونه له سينې سره کلک نښتي وو. دې له سپين رنګه سينګار سره تياره شنې جامې اغوستې وې.دا به مې هېڅکله هېر نه شي."

ورپسې ورځ د نازيانو تبليغاتي وزير جوزېف ګويبېلز ۶ ماشومان د هغه پلان له مخې چې د دوی مور ماګده جوړ کړی و، په پټنځای کې په مورفين درمل او تنظيم شوې کچه سايانايد سره ووژل شول.

مېش ويل دا پټنځای ته د دغه پلان پلي کولو لپاره ورغله، ځکه چې هېڅوک هلته نه شوی ورتلی، او دا به برسېره د نورو له لوری درول شوې وی.

ده ويل د هټلر ډاکټر لوډوېګ سټمفېګر ورسره مرسته وکړه.

"موږ ټول پوهېدو چې څه روان دي. يو يا دوه ساعته وروسته، مېرمن ګويبېلز راووتله او ژړل يې. دا پر يوه مېز کېناسته او د قطعو په لوبو يې پيل وکړ."

د هغه ماښام ناوخته دا او مېړه يې د لومړي وزارت بڼ کې مړه شول.

يهودۍ لور؟

مېش د ۱۹۴۵ کال مې پر ۲ مه له پټنځای وتښتېد، او لږ وروسته بيا د شوروي ځواکونو له لوري ونيول شو.

ده بيا نژدې ۹ کلونه د شوروي په يو زندان کې تېر کړل. او بيا د ۱۹۵۳ کال پيل پر شپه برلېن کې خپلې کورنۍ ته ستون شو.

Image caption د مېش هغه وختونه د زړه له کومه په ياد وو، چې باواريا کې يې د هټلر غرني استوګنځي کې تېر کړي وو

د ده لور برېجيټا جېکوب انجېلکن په ۲۰۰۹ کال کې بي بي سي ته وويل چې مورنۍ نيا يې ورته ويلي وو، چې مور يې يهودۍ وه، يو داسې څه چې مېش يې له منلو ډډه کوله.

مېرمن جېکوب انجېلکن چې کله ځوانه وه، عبرۍ ژبه يې زده کړه او په اسرائيلو کې يې وخت تېر کړ.

د يوې معمارې په توګه دې په جرمني کې د ځايي يهودي معبدونو د بيا ودانولو پر پروژې کار وکړ.

دې په ۲۰۰۹ کال کې وويل "خپل پلار پر هغه کار پړ نه ګڼي چې کړی يې دی، ځکه دا يې بې زيانه کار و."

خو دې زياته کړه پر دې نه پوهېږي ولې يې پلار، چې تر پايه هټلر ته وفادار پاتې شوی، د نازيانو تاريخ ته خپل غبرګون کې غندونکی نه و.

(وروستی عيني شاهد) چې د مېش يادښتونه وو څو کاله وړاندې په جرمنۍ ژبه چاپ شول او بيا د غوره پلور کتاب شو. ځينې ناقدان وايي دغو يادښتونو د هټلر شاوخوا ډله کې د ده رول په اړه مبالغه کړې ده.

د دغه کتاب په اړه د ده پر وېبپاڼه د پرانيستې خبره کې ويل شوي: "زما نوم روخوس مېش دی. زه يو مهم کس نه يم خو د مهمو څيزونو تجربه لرم."

ورته مطالب