القاعده د بې پیلوټه الوتکو سیستم شنډولو په هڅه کې

ډرون
Image caption د روان کال لومړیو کې، بارک اوباما دغه د ترهګرۍ پرضد کمپاین یوه برخه وبلل، خو په کور د ننه هم ډېرو امریکایانو نیوکې پرې وکړې.

د امریکا یوې ورځپاڼې د پټو امریکايي استخباراتي اسنادو په حواله ویلي، چې القاعده اوس د څارګرو الوتکو د سیستم شنډولو لپاره نوې هڅې کوي.

واشنګټن پوست پخپل راپور کې ویلي، القاعدې د ټکنالوژۍ برخه کې د داسې ماهرو انجنیرانو یوه ډله ګومارلې، چې د بې پیلوټه الوتکو سیستم شنډ کړي، یا راغورځول شي او یا هم وتښتولې شي.

ورځپاڼې پخپله وېبپاڼه کاږلي چې: "د القاعدې مشرتابه د ټکنالوژۍ په مټ د وسلو د شنډولو په لټه کې ده، ځکه چې بې پیلوټه الوتکو دوی ته سخت زیان او مرګ ژوبله اړولې ده".

په راپور کې دا هم راغلي چې "که څه هم داسې دلایل شته، چې القاعده د ځینو بې پیلوټه الوتکو ماتولو کې لاسل لري خو د امریکا استخباراتي چارواکو له ۲۰۱۰ کال راهیسې د بې پیلوټه الوتکو ضد ستراتیژۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې پیل کړې دي".

واشنګټن پوست لیکلي چې "د القاعدې شبکې مشران غواړي د امریکا پوځي ټکنالوژیک سیستم ته ننوځي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو هغه سیستم شنډ کړي، چې په تېره نژدې یوه لسیزه کې یې نژدې درې زره کسان وژلي دي".

له ۲۰۰۴ کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه، یمن، سومالیا او نورو سیمو کې امریکا له بې پیلوټه الوتکو په ګټې اخیستو بریدونه پیل کړي دي.

دغه بریدونه تر ډېره د القاعدې پر شکمنو غړو او جنګیالیو کېږي.

که څه هم په دغو هېوادونو کې امریکا د القاعدې شبکې د ګڼو غړو د وژلو ادعاوې کوي، خو تر ډېره په ډرون بریدونو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په یادو هېوادونو کې یې د امریکا ضد کرکې بهیر لا چټک کړی دی.

پاکستان پخپله خاوره کې د امریکا بې پیلوټه بریدونه پر خپله خاوره '' تېری'' بللی دی.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه تر ټولو تازه بریدد شمالي وزیرستان غلام خان ولسوالۍ درګو منډي کې و، چې لږترلږه شپږ کسان په کې ووژل شول.

داسې اټکل شوی، چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د امریکايي څارګرې ادارې سي ای اې بریدونو پاکستان کې تر ۳۴۶۰ کسان وژلي، چې په دغو شمېرو کې تازه بریدونه شامل نه دي.

په دغو وژل شویو کې نژدې ۸۹۰ ولسي وګړي دي، چې زیاتره دغه بریدونه د بارک اوباما د واکمنۍ په کلونو کې شوې دي.

د روان کال لومړیو کې،بارک اوباما دغه د ترهګرۍ پرضد کمپاین یوه برخه وبلل، خو په کور د ننه هم ډېرو امریکایانو نیوکې پرې وکړې، چې ګني نړۍ کې یې د امریکا نوم بد کړی دی.

وړاندې، یوې ایرانۍ ورځپاڼې ویلي، چې "سپاه پاسداران" ښوونځيو کې د بې پیلوټه الوتکو راغورځولو د څرنګوالي په اړه یو مضمون تدریسولو ته چمتو کړی.

ورته مطالب