د مصر پوځ سينا کې پر اورپکو بريد پيل کړی

Image caption دا په څو کلونو کې په سينا کې تر ټولو ستر عمليات بلل کېږي

د مصر پوځ په سينا کې د اورپکو پر وړاندې ستر يرغل پيل کړی دی.

عينی شاهدانو بي بي سي ته ويلي چې ټانکونه، زغروال ګاډي او د اپاچي چورلکو په ملاتړ ځواکونو له غزې سره پر پوله د اروپکو پر ښارګوټو بريدونه کړي دي.

ويل کېږي دا په تېرو څو کلونو کې په سينا کې تر ټولو ستر عمليات دي.

پر همدې مهال د مصر دولتي خبري اېجنسۍ راپور ورکړی چې مصري سرتېرو له سويز کانال سره نژدې د اورګاډی پر يوه کرښه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي موندلي دي.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر حسنی مبارک پرځول شوی، پر نلليکو او امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونه کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ يوې ځواکمنې چاودنې د مصر کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم په داسې وخت کې په نښه کړی و، چې په پلازمېنه قاهره کې له خپل کوره د کار پر لور روان و.

دی له بريده ژوندی ووت، خوچارواکي وايي يو بل کس په کې ووژل شو.

د شوبلو کتار

يو پوځي چارواکي چې د نامه له اخيستلو يې ډډه کړې، اسوشيېټېډ خبری اېجنسۍ ته ويلي پوځ به په سينا کې دغه سيمه "پاکه" کړي چې توندلاري اورپکي په کې فعال دي.

ده وويل په دې کې د رفح او شيخ زويد ښارګوټي او هم ورڅېرمه کلي بانډې شاملې دي.

يوه عينی شاهد دغې خبري اېجنسۍ ته وويل ده د شوبلو، لاريو کتارونه ليدلي چې پلي ځواکونه، او توغندي ويشتونکي يې لېږدول، او هم يې نور پوځي ګاډي کتلي دي.

لوګی هم ليدل شوی چې له سيمې پورته کېده.

يوه امنيتي چارواکي ويلي "لسګونه" شکمن اورپکي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

له دغې سيمې چې علميات په کې ترسره کېږي، يوه قومي مشر شيخ حسن خلف اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته وويل "دا له هغه څه چې موږ ليدلي خورا ستر عمليات دي او هغه ډول چې موږ ورته په انتظار وو."

ورته مطالب