توکیو د ۲۰۲۰ اولمپیک کوربه شو

Image caption دا په څه کمه نیمه پېړۍ کې توکیو د اولمپیک سیالیو دویم ځل کوربه توب لپاره ټاکل دي.

د جاپان پلازمېنه توکیو د خپلو سیالو ښارونو، استانبول او مادريد مقابل کې، چې د ۲۰۲۰ کال اولمپیک او پارالمپیک سیالیو د کوربه توب لپاره یې وړاندیزونه کړي و، بریالی شو.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې د غړو له لوري له سري یا پټې رایې کارونې وروسته دغه پرېکړه ارجنټاین کې اعلان شوه.

توکیو د دغو سیالیو د کوربه توب لپاره له ۶۰ رایو سره بریالی وبلل شو.

استانبول ته ۳۶ رایې ورکړلې شوې او مادريد د رایې اچوونې په لومړي پړاو کې له منځه ووت.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د اولمپیک نړیوالې کمېټې غړو ته وویل، چې د فوکوشیما اټومي بټۍ ستونزې به په توکیو اولمپیک لوبو هېڅ اغېز و نه کړي، چې ۱۹۶۴ کال کې یې هم د دې لوبو کوربه توب کړی.

د بي بي سي یو خبریال وايي، توکیو په وروستۍ ورځ ځانګړې ارایه درلوده، خو دې ته د یوه وړاندیز په سترګه هم وکتل شول.

توکیو ښاریانو د دغه خبر په اورېدو خوښي وښوده.

که څه هم د جاپان فوکوشیما اتومي بټیو په اړه، چې په ۲۰۱۱ کې یې خطر ډېر و، ډېرې پوښتنې شته، خو د اولمپیک نړیواې کمېټې له ټول ټال ۹۷ ډېری غړو یې د استانبول یا کوم بل ښار پر ځای توکیو ښه کوربه وباله.

دغې کمېټې تېره ورځ (شنبه) د ارجنټاین پلازمېنه کې خپله ۱۲۵ غونډه پیل کړه.

سندریزه مېله

په دې مناسبت د سندرو یوه مېله هم جوړه شوې وه، چې د اولمپيک نړیوالې کمېټې مشر جاک روخې هم ګډن کړی و.

د جاپان پلازمېنه توکیو هغه لومړنۍ اسیايي پلازمېنه ده، چې د دویم ځل لپاره د اولمپیک سیالیو کوربه ټاکل کېږي.

توکیو د اولمپیک د نړیوالې کمېټې د غړو ترمنځ لومړنیو رایو کې ډېری رایې وګټلې، خو ویې نه کړای شو، چې د غړو اکثریت رایې ترلاسه کړي.

په دغو لومړنیو رایو کې دویم مقام مادرید وګاټه، خو دا چې لازمې رایې یې ونه شوای ګټلی، د ۲۰۲۰ کوربه پلازمېنو له نوملړه یې نوم ووت.

د اسپانیا پلازمېنه او استانبول په رای ګټلو کې له یو بل سره نژدې وو، خو د دویم پړاو پای کې مادرید د ۴۵ رایو اخیستو سره د استانبول د ۴۹ رایو مقابل کې مات شو.

مادرید، توکیو او استانبول هغه درې ښارونه وو، چې د ۲۰۲۰ اولمپیک کوربه توب ته یې ځانونه کاندید کړي وو.

ورته مطالب