"بشارالاسد له سرې نړیوالې کرښې تېر شوی"

Image caption په پاریس کې د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه له مخکې نه پلان شوې وه چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې په کې وشي خو په ترڅ کې یې د سوریې په هکله هم خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي دی او د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران سره سلا شول چې د سوریې ولسمشر چې پرضد یې د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا کېږي له سرې نړیوالې کرښې تېر شوی دی.

ښاغلي کېري چې په پاریس کې یې د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته دغه څرګندونې کولې وویل بشارلاسد په ناوړه توګه د کیمیاوي وسلو په کارولو سره له سرې نړیوالې کرښې تېر شو.

خو عربي هېوادونه د سوریې پرضد د پوځي اقدام په هکله سره ویشلي دي.

له پاریس نه د بي بي سي خبریال هیو شیفیلډ په خپل رپوټ کې وايي سعودي عربستان او قطر د سوریې پرضد د پوځي اقدام پلوي کوي خو د سوریې ګاونډي هېوادونه لکه اردن او لبنان په دې برخه کې له احتیاطه کار اخلي او اندیښنه لري چې له پوځي اقدام سره به د سوریې کړکیچ د دوی له پولو هم واوړي.

امریکا د بشارالاسد پلوي ځواکونه تورنوي چې د اګست د میاشتې په ۲۱ نیټه یې د کیمیاوي وسلو په کارولو سره ۱۴۲۹ کسان وژلي دي.

خو د ښاغلي اسد حکومت د دې وژنو پړه پر یاغیانو اچوي.

په ایران او لبنان کې د اسد د رژیم پلویانو ته په اشارې ښاغلي کېري وویل دا روښانه ده که موږ اقدام ونه کړو نو حزب الله، ایران او اسد ته به دا پیغام واستوي چې هیڅ څوک یې په کیسه کې دی چې ده ۱۰۰ کلن معیار مات کړ.

نوموړي وویل د سوریې کړکیچ سیاسي حل ته اړتیا لرله او موږ دا خبره په بیا بیا کړې او زه یې هر ځل چې د سوریې په اړه خبرې کوم تکراروم چې د سوریې کړکیچ ته پوځي حل لاره نشته.

ښاغلي کېري وویل هغه څه چې موږ غواړو د کیمیاوي وسلو د نه کارولو په اړه معیار ته درناوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو ټول وزیران سره سلا شول چې بشارالاسد د کیمیاوي وسلو په کارولو سره له سرې نړیوالې کرښې اوښتی دی.

په پاریس کې د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه له مخکې نه پلان شوې وه چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې په کې وشي.

خو په ترڅ کې یې د سوریې په هکله هم خبرې وشوې.

په همدې حال کې ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاخوا دوه نیم کاله مخکې په سوریه کې د کړکیچ له پیل راهیسې ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) کسان وژل شوي دي.

په همدې حال رپوټونه وايي چې یاغیانو د پلازمېنې دمشق په شمال کې د عیسویانو د یوه تاریخي ښارګوټي کنترول خپل کړی دی.

په برتانیا کې د میشتې بشري حقونو ډلې مشر عبدالرحمان چې په سوریه کې حالات څاري خبري رسنیو ته ویلي د بشارالاسد پلوي ځواکونه له دغه ښارګوټي نه په شاه شوي دي.

ورته مطالب