"څارګرو ادارو د موبایل ټلیفونونو کوډونه مات کړي"

Image caption د یو شمېر مشهورو کمپنیو کوډونه مات شوي. شپیګل مجله

راپورونه وايي، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې، این ایس ای، او د برتانیې څارګرې ادارې، جي سي ایچ کیو، د آی فون، اندرواید او بلیک بیري ټیلیفونونو هغه امنیتي کوډونه مات کړي، چې له لارې یې په دغو توکیو کې شته مالومات پټ ساتل کېږي.

جرمني خبري مجله شپېګل وايي، داسې پټ اسناد یې لیدلي چې دا کار د هغه ګډ پروګرام یوه برخه ده، چې له مخې یې د شکمنو ترهګرو او شونو ګواښونو په اړه استخباراتي مالومات راټولېږي.

له دغو اسنادو څرګندېږي، چې این ایس ای د لنډو لیکلو پیغامونو او د کاروونکو د موقعیت په ګډون د دغو پرمختللو ټېلېفونونو ډېرو حساسو برخو ته لاسرسی لري.

خو دغه مجله وايي، چې له دغو اسنادو داسې نه ښکاري چې این ایس ای د تېلېفونونو پر کاروونکو کوم پراخ څارګریز پروګرام پر مخ وړي.

ورته مطالب