بشار الاسد: امریکا د کیمیاوي برید "شواهد" نه لري

Image caption امریکا داسې ثبوتونه نه لري، چې ګواکې ده کیمیاوي وسلې کارولې. بشارالاسد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، دی او دعرب لیګ د بهرنیو چارو وزیران یوه خوله شوي، چې د سوري ولسمشر بشار الاسد د کیمیاوي وسلو ادعا شوی برید له " نړیوالې سرې کرښې" اوښتنه ده.

ښاغلي کېري په پاریس کې دغه څرګندونې کولې، نوموړی د ولسمشر بشار الاسد پر ضد داقدام په هدف د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د اروپا په سفر وتلی.

د نوموړي به وینا:

"د اسد له لوري د کیمیاوي وسلو بې زړه سوي کاروونه له نړیوالې سرې کرښې اوښتنه ده."

خو رپوټونو کې ویل شوي، چې ښاغلي اسد د کیمیاوي وسلو کاروول یو ځل بیا رد کړي دي.

له امریکايي ټلویزیون سي بي ایس سره یوه مرکه کې بشارالاسد وویل، که اوباما اداره داسې کوم شواهد لري، چې ثابته کړی، نوموړی د کیمیاوي وسلو د برید مسوول دی، نو باید وړاندې یې کړي.

د بشار الاسد دغه مرکه داسې وخت خپره شوې، چې د امریکا کانګرس د ولسمشر باراک اوباما په غوښتنه غور کولو ته چمتو کېږي.

بشار الاسد وايي، که امریکا د نوموړي پر ضد اقدام وکړي، نو د سوریې متحدین د امریکا ضد اقدامات کولای شي.

بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم له خپل روسي سیال سرګیې لاوروف سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته تللی دی. د سوریې دغه استازي ویېلي، ولسمشر بشارالاسد د ده په مټ د تېرې اونۍ د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د ملاتړ له کبله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته مننه ویېلې ده.

روسیه د سوریې پر وړاندې د امریکا د بریدونو د پلان مخالفت کوي. د دغه هېواد چارواکي وايي، دوی پر دې قانع نه دي، چې د سوریې حکومت تېره میاشت د دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو برید تر سره کړی دی. امریکا او د دغه هېواد متحدین د یاد برید پړه د سوریې پر حکومت ور اچوي

بل لور ته سوریې کې د القاعده خواخوږي ډلې النصره د سوریې په تاریخي سیمې مولوله ولکه ڼینګه کړې.

وېره څرګندیږي، چې د النصره یاغي ډله دغه سیمه کې د عیسویانو تاریخي ابداتو ته زیان اړولای شي. د مولوله اوسېدونکي اوس هم پخوانۍ ارامي ژبه وايي.

سوري اپوزیسیون خبرداری ورکړی، چې حکومتي ځواکونو د هېواد په لوېدېځ کې په اسد جهیل تړل شوی بند مات کړی، چې له کبله یې په فرات دره کې د سیلاب راوتو احتمال دی.

ورته مطالب