استرالیا: ولې د بېړۍ سپاره خپل هر څه په خطر کې اچوي؟

Image caption زیاتره کډوال د افغانستان، ایران او سريلانکا په څېر هېوادونو کې یا د هوا او هوس او یا هم د مجبورۍ له کبله خپل هېوادونه پرېږدي.

هره میاشت زرګونه کډوال د هندي سمندر په اوږدو کې د استرالیا سواحلو ته د رسېدو په موخه له خطره په ډک سفر وځي.

دا ډول زیاتره کډوال د افغانستان، ایران او سريلانکا په څېر هېوادونو کې یا د هوا او هوس او یا هم د مجبورۍ له کبله خپل هېوادونه پرېږدي.

دوی انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له اندونیزیا څخه یې تر ډېره په ناخوندي بېړیو کې ولېږدوي.

د استرالیا تېرو ټاکنو کمپاین پرمهال د کډوالو او پناه غوښتونکو مساله ډېره مطرح وه، چې ټولو سیاسي اړخونو د دې چارې د بندېدو غوښتنې کولې.

بي بي سي له درېیو هغو کډوالو سره خبرې کړي، چې د دې سفر د بېلابېلو پړاوونو نه تېر شوي دي.

افغانستان پرېښودل

۴۱ کلن حبیب کابل کې د مدني حقونو یو فعال دی. هغه د نهو کالو، اتو کالو او درېیو کلونو درې لوڼې لري. نوموړی له خپلې کورنۍ سره له نن وروسته هر وخت چې وي، له افغانستانه د وتلو تمه لري.

افغان پناه غوښتونکی: "نور زه د وتلو بله لار نه لرم".

ما د ګڼو هغو خلکو د دفاع او حقونو لپاره ډېر کار کړی، چې د تاوتریخوالي له کبله اغېزمن شوي ځکه چې ما محکمو کې ډېرې قضیې وړاندې کړې دي، او اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ یم.

زه درې ځلې زنداني شوی یم او دوه ځلې بریدونه راباندې وشول. په دویم برید کې دوی زما وژل غوښتل، چې په کې ټپي شوم.

استرالیا ته د انسانانو د ناقانونه قاچاق لارې، سرچینه: د استرالیا د جرمونو ضد کمیسیون، ۲۰۱۳، یو ان ډي او سي، جنوري، ۲۰۱۳.

زه پوی شوم، که چېرې ووژل شم، زما ښځه او درې لوڼې به له ډېر ناوړه او تیاره راتلونکي سره مخامخ شي نو د افغانستان پرېښودو پرېکړه مې وکړه.

استرالیا ته مې تګ ځکه غوره وباله، چې هلته د بشري حقونو پاملرنه ډېره ده.

غواړم لوڼې مې په ارامه فضا کې ښوونځي ته ولاړې شي، داسې چاپېریال چې هره شېبه په کې د تاوتریخوالي، ځانمرګو بریدونو او وژنو خبرونه نه وي.

اندونیزیا کې زما ځینې خپلوان دي. دوی کابل کې د کډوالۍ له یوه دفتر سره معرفي کړم، چې د انساني قاچاق برخه کې کار کوي.

که څه هم ما پخپله له دغو قاچاق کوونکو سره مخامخ ونه لیدل، خو دفتر یې راته وویل، چې هرڅه به درته چمتو کړو.

طبعاً دا یو لوی خطر منل دي. قاچاقبر داسې کس نه دی چې سړی باور ورباندې وکړي. خو دغو کسانو زموږ له خپلوانو سره تل همکاري کړې ده چې له هېواده ووځي ځکه چې موږ بل اختیار نه لرو، موږ باید پر دوی باور وکړو.

موږ ته وویل شول، چې لومړی باید هندوستان ته ولاړ شو. بیا دوی موږ مالیزیا ته رسوي او له هغه ځایه مو اندونیزیا ته وړي.

موږ باید د مالیزیا د تحصیلي او د کار ویزو ترلاسه کولو لپاره دوی ته ۲۱۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړې وای. ما د خپل ځان او ښځې لپاره ۶۰۰۰ ډالر ورکړل، او ۳۰۰۰ مو د خپلو ماشومانو لپاره ورکړل.

موږ باید نیمايي پیسې تر سفر مخکې ورکړې وای او پاتې نورې مالیزیا ته تر رسېدا وروسته. په دې ډول د پیسو ورکړل لوی خطر هم لري.

زه د یو مبلغ پیسو پورولو ته اړ شوم، خپله ټوله شتمني مو وپلورله چې دا پیسې برابرې کړو.

موږ پر تلوېزیون او رادیو داسې رپوټونه کتلي او اورېدلي، چې له اندونیزیا څخه استرالیا ته بېړۍ کې سفر څومره خطرونه لري. بېړۍ په سمندر کې خوندي نه وي، دوی تر اندازې ډېر کسان پکې سپروي چې ګڼ یې ډوب شوي هم دي.

خو پر دې ټولو سربېره، وینو چې زیاتره پناه غوښتونکي استرالیا ته رسېږي او هلته نوی ژوند پیلوي.

موږ هم دغو ستونزو ګاللو ته چمتو شوو چې هلته په رسېدو سره هوسا او ارامه ژوند وکړو.

ما باید د خپل ځان ساتلو لپاره هېواد پرېښی وای چې د خپلو ماشومانو لپاره غوره راتلونکی جوړ کړم.

خو دا خبره مې خپه کوي، ځکه چې زه دلته پیدا شوی یم او زما مور او پلار دلته دي. خو موږ د وتلو هېڅ بله لار نه لرو.

Image caption یو ایرانی ماشوم استرالیا ته د سفر پرمهال د اندونیزیا اوبو کې.

کریسمس ټاپو کې بندیان

د ایران له پلازمېنې تهران یو ۲۳ کلن کډوال شوی وايي، د یوې متوسطې کورنۍ غړی دی، خو تصمیم یې دا و چې خپل هېواد پرېږدي او عیسوي دین ومني.

وايي چې له اندنیزیا تر کریسمس ټاپو پورې بېړۍ کې تللی، ټیک درې ورځې وروسته تر هغه رسېدلی، چې استرالیا نوی قانون پاس کړ، چې ټول نوي کډوال باید پاپوا نیو ګیني ته واستول شي.

نوموړي دا څرګندونې بي بي سي ته د تیلیفون پر کرښه کړې دي.

ما له ایرانه د خپلې عقیدې د ازادۍ هڅې کولې، که چېرې د استرالیا له دې وضعیت خبر وای، هېڅکله به مې دا کار نه وای غوره کړی.

په بېړۍ کې زما درې ورځنی سفر ډېر خطرناک و. ما پخپلو سترګو په مخ کې ډېر مړي ولیدل.

هر سړي هلته د رسېدو لپاره له مرګه ډک ګواښ منلی، خو اوس چارواکي وايي چې ''موږ ته مهمه نه ده چې تاسو څرنګه دلته راغلي یاست، موږ به تاسې پاپوا نیو ګیني ته واستوو، هغه که تاسو خوښوﺉ یا نه''.

موږ پاپوا نیو ګیني ته په زور بېول کېږو، دا ناسم کار دی. رښتیا هم زه ډېر خپه یم.

زه د خپلې کورنۍ یوازېنی نارینه یم، او موږ په ایران کې هېڅ کوم ډول اقتصادي ستونزه نه لرو.

که چېرې موږ هلته واستوي، زه به ځان ووژنم. زما مور او پلار به مې بیا هېڅکله ونه ویني.

استرالیا کې پناه غوښتونکي

۳۸ کلن معروف مشفع شریف یو سريلانکایي مسلمان دی.

هغه تېر کال وروسته تر هغه د خپل هېواد پرېښودو پرېکړه وکړه، چې سیمه ییزو ټاکنو پرمهال یې مرګوني ګواښونه ترلاسه کړل.

Image caption دا هغه سري لانکايي پناه غوښتونکي دي، چې د سیمه ییزو کب نیوونکو له خوا اندونیزیا کې له مرګه ژغورل شوي.

استرالیا زما لومړنی اختیار نه و، بلکې ایټالیا ته مې ځان رسول غوښتل. خو زما نظر دا و چې له خپل هېواده ژر ووځم خو اوس ځان ډېر په خطر کې احساسوم.

د سوداګریزو اعلانونو له لارې مې واورېدل، چې یو څوک استرالیا ته د کډوالو لپاره بېړۍ چمتو کوي.

کله چې ما د اصلي سړي لیدو ته هوډ وکړ، هغه ډېر ډاډه ښکارېده.

زه پوهېدم، چې له دې کار سره خطرونه مل دي، خو هغه ویل چې دا به ډېر ارامه او خوندي سفر وي.

له هر کس څخه یو میلیون سريلانکايي روپۍ (چې نژدې ۷۵۰۰ ډالر کېږي) واخیستل شوې، ما هم درېیو ورځو کې ورته چمتو کړې.

یوڅه مبلغ مې خپلې پیسې وې، خو ډېرې پیسې مې له ملګرو پور واخیستې.

دا سفر تر هغه ډېر خطرناک و، چې ما یې سوچ کاوه. موږ د کب نیولو یوه بېړۍ کې سمندر کې سفر پیل کړ بیا یوې لویې بېړۍ ته له نورو کسانو سره یوځای وسپارل شوو. بېړۍ یوازې د ۴۰ کسانو لپاره جوړه وه، خو هلته یې ۱۱۷ کسان پکې ځای پرځای کړل.

په ورکړل شویو پیسو کې یې موږ ته یوازې د ورځې یو ځلې خواړه راکول، چې د هېڅ کس لوږه یې نه شوای پوره کولی.

هغه چا ته به چې خواړه ورسېدل، بختور ګڼل کېده، تر ۱۰ ورځو وروسته مو ایله د څښاک اوبه وموندلې. ویلای شم نه پوهېدم چې ژوندی به پاتې شم او که به مړ شم.

هېڅ نه پوهېدم چې موږ د اوبو په کومه برخه کې او چېرې یو، یوازې اوبه مو لیدلې.

د سفر پر ۱۷مه ورځ، د بېړۍ چلوونکو راته وویل چې ځمکې ته ورسېدو. او د استرالیا سمندري بېړۍ ته نژدې شوي وو.

موږ بیا پوی شو چې دا د استرالیا تر کنټرول لاندې کوکوس ټاپوګان دي.

دا یوازې د سېلانیانو د ساتېرۍ ځای دی، او د ژوند ډېرې اسانتیاوې پکې نشته، خو څو ورځې وروسته کرېسمس ټاپو ته واستول شوو.

کله چې زه هلته وم، د سینې مرض راته پیدا شو، د درملنې لپاره بل ځای ته یووړل شوم.

معمولاً د پناه غوښتلو چارې کرېسمس ټاپو کې ارزول کېږي. یوازې د هغو کسانو پناه غوښتل منل کېږي، چې منطقي دلایل او ثبوتونه ولري.

اوس زه میلبورن کې یم او د پناه غوښتلو پایلې ته شېبې شمېرم.

زما د کورنۍ ټول غړي او ملګري سري لانکا کې دي. دا ډېره ستونزمنه وه چې دوی ټول پرېږدم، خو ډاډه یم چې زما قضیه یوڅه قوي ده، او که چېرې ومنل شي، خپله کورنۍ به هم راولم.

په سريلانکا کې زه یو سوداګر وم. ما خپله ازادي او ځانګړتیاوې لرلې. دلته، زه له درېیو یا څلورو سريلانکايي وګړو سره په ګډه ژوند کوم.

غواړم سريلانکا کې خپلو ټولو ملګرو ته ووایم، چې داسې سفر ته زړه ښه نه کړي، او د قاچاقبرو نرمو خبرو او ډاډګېرنې ونه منئ. زموږ له کم بختۍ یې زده کړﺉ.

ورته مطالب