ایران کې د موټرو ټکر ۴۴ کسان وژلي

Image caption شمېرې ښيي، چې ایران کې هرکال د ترافیکي پېښو له کبله تر ۲۰ زرو ډېر کسان مري.

د ایران پلازمېنې تهران جنوب کې د مسافرو دوه موټر ټکر شوي، چې لږترلږه ۴۴ کسان په کې وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

حکومتي تلوېزیون ویلي، پېښه د دوشنبې پر ورځ ناوخته وروسته تر هغه وشوه، چې یو موټر له سړکه ووت.

ګاډی له مقابل لوري له یوه بل راتلونکي موټء سره ټکر شوی.

د ایران تلوېزیون ویلي، پېښه کې لږترلږه ۴۴ کسان وژل شوي، او ټپیان د قم روغتون ته لېږدول شوي.

ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې ترافیکي پېښې او ټکر په کې ډېر دي.

شمېرې ښيي، چې ایران کې هرکال د ترافیکي پېښو له کبله تر ۲۰ زرو ډېر کسان مري.

تر ډېره ددغو پېښو لامل د چلوونکو بې غوري او د لارو کږلېچونه ښوول شوې ده.

ورته مطالب