"په څلورو کې یوه نارینه جنسي تېری کړی"

Image caption هغه شمېر نارینو چې پر ښځو یې د جنسي تېري خبره منلې نژدې نیمایي دا هم وايي چې دوی له یو ځل نه زیات جنسي تېری کړی دی.

د هغو نارینو څلورمې برخې چې د ملګرو ملتونو په یوې سروې کې یې برخه اخیستې دا منلې چې پر ښځو یې په خپل عمر کې یو ځل جنسي تېری کړی دی.

دا پلټنه په ځینو آسیايي هېوادونو کې ترسره شوې ده.

له ۱۰ نارینو نه یوه تن دا منلې چې له خپلې میرمنې پرته یې پر نورو ښځو هم جنسي تېری کړی دی.

په دې سروې کې د شپږو هېوادونو ۱۰ زرو نارینو برخه اخیستې ده.

دا لومړی ځل دې چې په څو هېوادونو کې په یو وخت کې داسې یوه څیړنه ترسره کېږي چې د ښځو پر وړاندې په زیاتېدونکي ډول د تاوتریخوالي لاملونه مالوم کړي.

هغه شمېر نارینو چې دا خبره منلې نژدې نیمایي دا هم وايي چې دوی له یو ځل نه زیات جنسي تېری کړی دی.

په یوه هېواد کې د دې نارینو شمېر د بل هېواد له نارینو سره توپیر لري.

د بنګلدیش په ښارونو کې چې جنسي ځورونه په کې ډېره عامه ده یوازې له ۱۰ نه یوه تن جنسي تېری کړی خو په سریلنکا کې په ۱۰ کې له یوه نه زیات کسانو جنسي تېری کړی دی.

په کمبوچیا، چین او اندونیزیا کې له پنځو نه یو او ان ټولو نیمایي نارینو چې په پلتڼه کې برخه اخیستې وه پر ښځو یې جنسي تېری منلی دی. له هغو نارینو څخه چې په دې پلتنه کې برخه اخیستې وه داسې پوښتنې شوي دي.

آیا په خپل په عمر کې مو له خپلي میرمني سره په زور جنسي اړیکه لرلې ده؟ په تېره بیا چې په دې هم ښه پوهېږئ چې میرمن مو نه غواړي خو تاسي فکر کوی چې میرمنه مو ده او نه باید ونه وايي؟

آیا له داسې ښځي سره مو جنسي اړیکه لرلې چې نشه وه او د هغې خوښه مو په نظر کې نه وي نیولې؟

هغو نارینو چې په دې پلتنه کې برخه اخستي ده د دې پوښتنو ځوابونه د وتلو پر وخت په یوه لاسي کمپیوټر کې ورکړي دي.

نژدې دریمه برخه له دغو نارینو چې جنسي تیری یې کړی ویلي چې جنسي اړیکه د دوی حق دی. د دې رپورټ جوړونکې ډاکتر ایما وایي دغه شمېر نارینه داسې فکر کوي چې د ښځي له اجازې پرته جنسي اړیکه د دوی حق دی. دا رپورټ وایي هغه علت چې نارینه جنسي تېری ته تحریکوي جنسي اړیکې ته د یو ساعترۍ په توګه کتل دي.

ځینې نور نارینه بیا چې میرمني ته په قهر شي د جنسي تېری نه د جزا ورکولو کار اخلي.

هغه نارینه چې په ماشومتوب کې د تاوتریخوالي سره مخامخ شوی وي په ځانګړي توګه که جنسي تېری هم پر شوی وي دغه شمېر نارینه کیدای شي خپله هم جنسي تېری وکړی.

پروفیسور ریچل جیوکیس وایي ننګونه دا ده چې دغه شواهد او مالومات چې لاسته راغلي عملي شي او له مخې یې د راتلوونکي نسل نجونو او ښځو ته د امن یوه فضا جوړه کړه شي.

ورته مطالب