د لندن موزیم کې د ملالې کښل شوی انځور

ملاله
Image caption د ملالې د دغه انځور تر پلورل کېدا وروسته به یې پیسې د هغې په نامه خیریه صندوق ته اچول کېږي.

پاکستان کې د نجونو د زده کړو برخې مخکښې ملالې یوسفزۍ یو انځور هنرمند جنتن یو کښلی، چې د لومړي ځل لپاره د لندن ملي موزیم کې ننداې ته اېښودل شوی.

په ۲۰۱۲ کال پر ملالې یوسفزۍ وسله والو برید وکړ، سخته یې ټپي کړه، چې بیا د درملنې لپاره برتانیا ته ولېږدوله شوه.

هنرمند جنتن یو وايي "دا زما لپاره د ویاړ خبره وه، چې د ملالې انځور وکښم".

د ملالې دغه انځور د ښوونځي کورنۍ دندې مهال له طبیعي انځور یو څه لوی کښل شوی دی.

دغه انځور د ښاغلي یو هغو نورو کښل شویو انځورونو ترڅنګ اېښودل شوی، چې مخکې جوړ کړي دي.

هنرمند جنتن یو په تېر اپریل کې له ملالې او د هغې له کورنۍ سره برتانیا کې وکتل.

لوی ویاړ

یو وايي "دا زما لپاره ستر ویاړ و، چې له ملالې او د هغې له کورنۍ سره یوڅه وخت تېر کړم".

دی زیاتوي چې "هیله مې لرله، چې د هغې یو انځور وباسم، او خلکو ته یې یوه اتله ور معرفي کړم".

په دغه کښل شوي انځور کې، چې وروسته خرڅلاو ته وړاندې کېږي، او ترلاسه کېدونکې پیسې به یې د ملالې خیریه صندوق ته اچول کېږي، او د نجونو د زده کړو د زده کړو پروګرام ته به ورکول کېږي.

په وروستیو کې ملالې ته په نړیواله کچه د ماشومانو د سولې جایزه ورکړل شوه.

ملالې وویل: "رښتیا هم ویاړم، چې د برتانیا ملي موزیم کې زما کښل شوی انځور اېښودل شوی، د جنتن له دې غوښتنې خوښه یم، چې زما انځور یې کښلی. باوري یم چې هغه په یوه لوحه کې زه ټوله انځور کړې یم".

دا زیاتوي: "جنتن ډېر زړه سواندی سړی دی، رښتیا هم هغه د ملارې خیریه صندوق ته د پیسو راټولولو لپاره دا کار کوي، دا به ډېره د خوشالۍ خبره وي، چې په پای کې له دغو پیسو ماشومان ګټه واخلي".

ورته مطالب