د موسکا ګټې او اغېز

Image caption د ښځو موسکا پر مېړونو د جادو په شان اغېز کوي او ان د سترګو تر اغېز هم ځواکمن بلل کیږي.

موسکا د ښه حالت څرګندولو او احساس نښه بلل کیږي، څېړنې ښيي چې موسکا ګڼې ګټې لري.

زیاتره کسان تل هڅه کوي چې موسکا یې پر خوله وي، خو دغه راز موسکا یوازې د هغوی د ښه حالت د ښودلو لپاره نه وي، بلکې له موسکا د نورو ټولنیزو موخو لپاره هم ګټه اخیستل کیږي.

ځکه موسکا کولای شي ګڼ پیغامونه نورو ته ورسوي، چې ځینې یې دا دي:

پر ځان د نورو د باور هڅول:

۱ـ په دې نړۍ کې چې ټول د خپل ځان په فکر کې دي، پر چا باور کولای شو، زموږ د باور کولو یوه نښه موسکا بلل کیږي. ریښینې موسکا د پیغام ورکوي چې نور کولای شي پر موږ باور وکړي او همکاري راسره وکړي.

هغه کسان چې موسکا یې پر خوله وي معمولاً د ورکړې او سخاوت خوی هم له ځان سره لري. اقتصاد پوهان وايي په اقتصادي چارو کې موسکا ډېر ارزښت لري.

۲ـ د نورو د ملګرتیا جلبول:

کله چې څوک کوم بد کار کوي او نیول کیږي، نو هڅه کوي چې موسکا وکړي. ایا موسکا هغوی ته کومه ګټه رسوي؟ څېړنې ښيي کله چې څوک په کوم تور نیول کیږي او له لومړي سره موسکا کوي، نو په نرمښت چلند ورسره کیږي. دا مهمه نه ده چې موسکا ریښتینې نه ده، یا هم د مجبوریت له مخې وي، خو دا ټولې ددې لامل کیږي چې نرم چلند ورسره وشي او زیاتره وخت خپل اغېز لري.

۳ـ له ټولنیزو تېروتنو د خلاصون لپاره:

ځینې وخت مو هېریږي چې مېرمنې ته مو په خپل وخت کوم سوغات واخلئ، یا مو هم د کوم دوست نوم هېر شي او یا په تېروتنې سره د چا پر پښه وختئ، نو په داسې وختونو کې انسان شرمیږي، نو همدا موسکا ده چې تاسو له ډېر فشاره باسي، په داسې ځینې حالاتو کې ښايي خپل سر هم ټیټ کړﺉ او موسکا مو پر خوله وي، نو زیاتره داسې موسکاوې لامل کیږي چې مقابل لوری ستاسو سهوي تېروتنې وبښي او ومو بښي.

۴ـ د روحیې د پیاوړي کولو لپاره:

ځینې وخت په نا مناسبو ځایونو کې راګیریږﺉ، نو موسکا ستاسو د فشار د کمولو په برخه کې مرسته درسره کوي. ان ځینې وخت په زور او جبر موسکا کوو چې که وکولای شي زموږ روحیه یو څه پیاوړې کړي. خو دې ته هم پام وکړو چې په ځینو حالاتو کې پر یو شمېر خلکو بیا موسکا ښه نه لګیږي چې ډډه باید ترې وشي.

۵ـ د ښه او بهتر پوهاوي لپاره:

کله چې په غوسه یاست، نو توجه مو هم ورسره کمیږي. دې ته پام نه کیږي چې ترڅنګ مو څه تېریږي او یوازې هغو شیانو ته پام کیږي چې مخامخ وي. تر ډېره داسې شیانو ته فکر کیږي چې یا پکې غچ اخیستل وي او یا هم پر ځان فشار راوړل، خو که په همدې شېبه کې نرۍ موسکا وکړﺉ، ښايي تاسو ته ښه احساس در په برخه کړي او یو ښه تصمیم ونیسئ.

۶ـ د جذابیت لپاره:

د ښځو موسکا پر مېړونو د جادو په شان اغېز کوي او ان د سترګو تر اغېز هم ځواکمن بلل کیږي. یوې څېړنې ښوولې کله چې مېرمن خپل مېړه ته په سترګو کې خبرې کوي نو ۲۰٪ یې ځان ته ورنژدې کوي، خو که له سترګو سره هم مهاله پر شونډو موسکا هم ولري نو بیا ۶۰ ٪ ورنژدې کیږي.

خو برعکس که نارینه ښځو ته موسکی شي ښايي پایلې یې منفي وي، څېړنې دا هم وايي په داسې حالاتو کې د نارینه وو لپاره غرور او دروند چلند ډېره ګټه رسوي. لږ داسې شوي چې د نارینه وو خندا هغه نارینه وښيي.

۷ـ د انعام ترلاسه کولو لپاره:

Image caption یوې څېړنې ښوولې کله چې مېرمن خپل مېړه ته په سترګو کې خبرې کوي نو ۲۰٪ یې ځان ته ورنژدې کوي، خو که له سترګو سره هم مهاله پر شونډو موسکا هم ولري نو بیا ۶۰ ٪ ورنژدې کیږي.

مخکې مو هم وویل چې اقتصاد پوهانو موسکا د اقتصاد په پیاوړي کولو کې ګټوره بللې وه. د بېلګې په ډول د رستورانت هغه کارکوونکی چې له خپلو مشتریانو سره په ورین تندي او موسکا چلند کوي نو ښايي ښه انعامونه ترلاسه کړي.

خو باید دې ته هم پام وشي هغه څه چې لیدل کیږي او هغه څه چې احساسیږي باید په ټکر کې نه وي د بېلګې په ډول په ډېرې ستړیا کې ستاسو پر مصنوعي موسکا څوک ډېر باور ونه کړي.

۸ـ موسکا عمر خوږوي:

که د دغو څېړونو هېڅ یوې هم ستاسو پر شونډو موسکا نه وي راوستې نو دا په پام کې ونیسئ، هغه کسان چې ډېری وخت یې موسکا پر شونډو وي معمولاً خوږ او اوږد عمر کوي، نو ښايي اوس مو د موسکا لپاره یو دلیل موندل وي.

ورته مطالب