د اپل ونډې د رابرسېره کېدونکو بازارونو اندېښنو پر سر لوېدلې

Image caption اپل په نويو بازارونو کې د خپلو ونډو غونډو چاره د سيالو شرکتونو پر وړاندې، پېچلې او سخته موندلې ده

د اپل ونډې په داسې حال کې څه د پاسه ۵٪ سلنه لوېدلې، چې پانګوال اندېښمن دي د ايفون تازه راوتلې بڼې به يې په رابرسېره کېدونکو بازارونو كې د ونډو زياتېدو سره مرسته ونه کړي.

اپل د تېرې سې شنبې پر ورځ د خپل توليد دوې نوې بڼې را ويستې، چې يوه يې افون ۵ اېس او بله هم د ايفون۵سي ارزانه بڼه ده.

خو د ۵سي بنسټيزه بڼه چې د ۱۶ ګېګا بايټه زېرمې توان لري ارزښت يې ۷۴۰ ډالره ټاکل شوی، چې ارزوونکي وايي د راوتونکو يا نويو بازارونو لپاره بيا هم ګران بيه دی.

اپل په دغو بازارونو کې د خپلو ونډو چاره د سمسونګ او هواوۍ په څېر شرکتونو سيالۍ پر وړاندې، پېچلې او سخته موندلې ده.

د جني مونټوګومري سکاټ مالي خدمتونو شرکت کې د پانګونې جګپوړی سټراټيژۍ جوړونکی مارک لوچيني وايي "پانګوال څه په شا شوي، ځکه چې د اپل بيو کچه پوره ټيټه نه ده چې نوي بازارونه ورجذب کړي."

ده زياته کړه "په دې کې د هغو ګرانه، ارزانه بيو لړۍ نه شته، چې د اپل سيالان يې لري."

د چارشنبې پر ورځ د اپل ونډې په ۴۶۷،۷ ډالرو تړل شوې، چې ۵،۴٪ سلنه ټيټه شوې دي.

مخکينۍ وده

اپل د ايفون خپلو بڼو سره په پرمختللو بازارونو کې له ستر برياليتوب برخمن دی.

خو پر دې نه دی توانېدلی چې دغه برياليتوب په رادبره کېدونکو اقتصادونو، لکه چين او هند کې تکرار کړي، چې لږ تر لږه يو لامل يې د توليداتو بيو کې نسبتا لا ډېر لوړوالی دی.

د دې يو له مهمو لاملونو دا هم دی، چې د پرمختللو بازارونو پر خلاف، ډېری موبايل شرکتونه په دغو هېوادونو کې د ټليفونونو ملاتړ نه کوي.

همدا خبره د ټيټې بيې ټليفونونه د پېرودونکو لپاره د زغملو وړ غوراوی جوړوي. ډېرو دا هيله ښوولې وه چې اپل به په دې هڅه د ټيټې بيې ټليفون راوباسي، چې لا ډېر پېرودونکي ورجذب کړي.

پانګوالو د چاينا موبايل سره، چې په ۷۰۰ مليون ګډونوالو د نړۍ تر ټولو ستر ټليفوني شرکت دی، د يو تړون اعلانولو هيله هم درلوده، چې کېدی شوی ګډونوال يې د اپل پېرودونکي شوي وی.

ارزوونکي وايي د دغسې يو اعلان نشتوالي هم د پانګوالو احساس ته زيان رسولی دی.

ورته مطالب