د سوریې په اړه د امریکا او روسیې ترینګلې خبرې

Image caption روسیه او امریکا هیله لري چې له دې وړاندیز سره به د پوځ ګام مخه ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال جان کیري په جنیوا کې د سوریې کیمیاوي وسلو په اړه مهمې خبرې پیل کړي دي.

دواړه وزیران د روسیې پر هغه وړاندیز غږېږي چې وايي‌ دسوریې کیمیاوي وسلې دې د نړیوالو په کنټړول کې ورکړل شي.

د دې وړاندیز له مخې به سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړېوال تړون غړی هېواد شي او خپله کیمیاوي وسله به په ډاګه کړي چې نړېوال کارپوهان وکولی شي هغه وڅاري.

یوه امریکايي چارواکي چې له ښاغلي کیري سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي ویلي د دې هدف تر لاسه سخت دی خو ناشونی نه دی.

ملګروملتونه وايي د سوریې لخوا یې د کیمیاوي وسلو نړیوال تړون غړیتوب لپاره اسناد ترلاسه کړي چې دا د روسیې په پلان کې یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې یا ګانګرس پر سوریې پوځي برید رایه اچوونه هم ځنډولې ده.

روسیه او امریکا هیله لري چې له دې سره به د پوځ ګام مخه ونیول شي.

د پنجشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۲مه) د سوریې ولسمشر بشار الاسد د روسيې پر تیلویزون راڅرګند شو او دا خبره يې ومنله چې د هېواد کيمياوي وسلې به تر نړيوالې ولکې او کنټرول لاندې راولي.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلې و چې د روسیې له خوا دغه وړاندیز شاید د سوري کړکېچ حل وي خو زیاته یې کړه چې په دې اړه شکمن دی او په خبره یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دغه وړاندیز د جدیت پر سر له روسیې سره خبرې وکړي.

د ازادې سوریې د پوځ په نوم د سوریې دولت مخالفې وسله والو ډلې د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د روسیې دا وړاندېز په کلکه رد کړی دی. د دغې ډلې پوځي مشر جنرال سلیم ادریس ویلي چې هېوادونه باید یوازې د کیمیاوي وسلو په لرې کولو راضي شي بلکې د کیمیاوي وسلو د کارولو مسؤول کسان باید د جنګي جرمونو نړېوالې محکمې ته کش کړل شي.

امريکا پر سوري نظام تور لګوي چې د اګست پر ۲۱ مه يې د دمشق څنډو کې د زهرجن غاز بريد کې سلګونه کسان وژلي دي. ولسمشر اوباما ویلي وو چې پوځي ګام پورته کول په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارولو غبرګون کې يو اړين کار دی.

د دوشنبې پر ورځ ښاغلي کیري هم وویل پر سوریې برید نه کول ډېر خطرناک دی.

خو عربي هېوادونه د سوریې پرضد د پوځي اقدام په هکله سره ویشلي دي.

سعودي عربستان او قطر د سوریې پرضد د پوځي اقدام پلوي کوي خو د سوریې ګاونډي هېوادونه لکه اردن او لبنان په دې برخه کې له احتیاطه کار اخلي او اندیښنه لري چې له پوځي اقدام سره به د سوریې کړکیچ د دوی له پولو هم واوړي.

روسیه او چین په کلکه د پوځي ګام مخالف دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په اړه امریکایانو ته خپل مستقیم شخصي پيغام هم وړاندې کړ.

په نیوریاک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ښاغلي پوتین خبر داری ورکړ چې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا پر سوریې هر ډول برید به د ترهګرۍ نوې څپه را منځ ته کړي او کیدای شي د نړیوال قانون نظام ګډو وډ او نړېوال توازن له منځه یوسي.

د روسیې ولسمشر ویلي په نړۍ کې میلیونونه کسان امریکایانو ته د ډیموکراسۍ د یوې بېلګې په توګه نه، بلکې د داسې یو چا په سترګه ګوري چې تل یې زور ته مخه کړې ده.

ښاغلي پوتین دغه راز ګوت څنډنه کړې که اغیزمن هېوادونه د ملګرو ملتونو سازمان له پامه وغورځوي نو دا اسازمان به د ملتونو ټولنه په څیر له منځه لاړ شي.

ورته مطالب