د هند ټاکنې: نارېنډرا موډي د لومړي وزارت کانديدۍ ته د بي جې پي نوماند راڅرګند شوی

Image caption ښاغلی موډي په تېر جون کې غوره شو چې د راتلونکي کال لپاره د بي جې پي ټاکنيزې مبارزې مشري وکړي

د هند لوی مخالف ګوند ټولټاکنو ته چې راتلونکی کال ترسره کېږي، ناندريز سياستوال نارېنډرا موډي د لومړي وزارت لپاره کانديد نومولی دی.

ښاغلی موډي ته، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د ګوجرات ايالت مشر وزير و، د هندوانو قومپال ګوند بهارتيا جاناتا ګوند (بی جې پي) کې د ختونکي ستوري په توګه کتل کېدل. دی په تېر جون کې د ټولټاکنو لپاره د خپل ګوند مبارزاتي هلو ځلو مشر په توګه غوره شو.

ښاغلي موډي ددې درناوی ګټلی چې له ګوجرات نه يې يو غوړېدلی او ښېرازه ايالت جوړ کړی دی.

خو پر ده د دې تور هم دی چې په ۲۰۰۲ کال کې يې د مسلمانانو ضد ګډوډۍ پېښو کابو کولو ډېر کم څه کړي، چې څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان په کې ووژل شول، داسې ادعاوې چې دی يې په خپله ردوي.

په تېرو څو مياشتو کې نړيوال پانګوال او بهرني ډيپلوماتان نوموړي ته ورنژدې شوي، او د ده انځور د يو داسې روڼ او وړ واکمن دی ، چې له فساد پاک دی.

هېڅ تېږه به نااوښتې پاتې نه شي

په نوي ډيلي کې د جمعې په ورځ د ښاغلي موډي نوماندۍ له رسمي اعلان مخکې د بی جې پي مرکز بهر يوه ډله پلويان راغونډ شوي وو، او د خوښۍ څرګندونه يې کوله.

له نومونې وروسته ښاغلي موډي په يوه اعلاميه کې وويل: "زه د دې ډاډ ورکوم چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو کې به د بي جې پي برياليتوب لپاره هېڅ تيږه نا اوښتې پرې نه ږدم."

"زه له لړزېدونکو وختونو، چې موږ ترې تېرېږو، د خپل ولس ازادولو خپلو هڅو کې د خلکو برکت ته اړتيا لرم."

په ډيلي کې د بي بي سي خبريال وينيټ کاري وايي د ګوتنيونکو په باور د ده نوماندي به بحث د واکمن کانګرېس ګوند له چلونو او نافعالتوب نه د ښاغلي موډی ناندريزې څېرې ته واړوي.

Image caption پلويان یې ښاغلی موډي يو داسې څوک ګڼي چې د دوو پارلماني ټاکنو له بايللو ورسته بي جې پي واک ته رسولی شي

خو پلويان يې دی يوه ځواکمنه څېره ګوري، يو داسې څوک چې د دوو پارلماني ټاکنو له بايللو ورسته بي جې پي واک ته رسولی شي.

ښاغلی موډي چې يو ځلېدلی خبريال دی، په تېر جون کې غوره شو چې د راتلونکي کال لپاره د بي جې پي ټاکنيزې مبارزې مشري وکړي. د پخواني مرستيال لومړي وزير اېل کې اډواني په ګډون د ګوند ځينو جګپوړو مشرانو يې د ټاکنې مخالفت کړی دی.

خو ښاغلی موډي هم د خپل ګوند دننه او هم د هند منځني پوړ او سوداګرې ټولنې ترمنځ له پراخ ملاتړ برخمن دی، هغوی چی ده ته د يو جذاب مشر په توګه ګوري، چې ګوجرات يې په يوه اقتصادي ځواک اړولی دی.

د همدې باور پايله کې دی دوه ځله د دغه ايالت د مشر وزير په توه ټاکل شوی دی.

ښاغلی موډي د ښي اړخه هندو سازمان راشټرېيا سوايامسېواک سانګ د جګپوړو مشرانو له ملاتړ هم برخمن دی.

دغه سازمان چې (ار اېس اېس) هم بلل کېږي، په ۱۹۲۰ کال کې يې له داسې روښانه موخې سره بنسټ ايښودل شوی چې هند د هندوانو هېواد کړي، او د ښاغلي موډي بي جې پي په ګډون چې نژدې اړيکې ورسره لري، د توندلاره هندو ډلو لپاره د فکري سرچينی په توګه کار کوي.

(ار اېس اېس) په ګوجراټ کې ځانګړی ځواکمن بنسټ لري، او د ښاغلي موډي اړيکي د يو داسې ځواک په توګه ګڼل کېږي چې دغې ډلې يې ترې هغه مهال ګټه اخيستې چې کله دی په ۱۹۸۰ کلونو کې د بي جې پي ايالتي څانګې سره يو ځای شو.

ورته مطالب