اوباما د سوري وسلو په اړه موافقه ښه ګام بللی

Image caption اوباما له روسیې سره دغه موافقه مهمه بللې ده.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د امریکا او روسیې ترمنځ د هغه تړون هرکلی وکړ، چې د سوریې وسلې باید د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې د یوه تړون له مخې یا له منځه یووړل شي او یا هم لرې شي. اوباما دا "یومهم" ګام بللی دی.

د سپینې ماڼۍ یوه ویناپاڼه کې راغلي، چې ولسشمر اوباما ویلي، د امریکا او روسیې ترمنځ دغه موافقه "د سوریې پر کیمیاوي وسلو د نړیوال څار او کنټرول په برخه کې یو مهم او هدف ته د رسېدو برخه کې ښه ګام دی، چې په لړ کې یې کیمیاوي وسلې له منځه یووړل شي".

امريکا او روسيې پر يو داسې تړون سلا کړې چې له مخې يې بايد د سوريې کيمياوی وسلې د ۲۰۱۴ کال تر نيمې يا ويجاوړې او يا هم لرې شي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري د ۶ ټکيو يو داسې چوکاټ په ډاګه کړ، چې له مخې يې بايد سوريه په يوه اوونۍ کې د خپلو وسلو زېرمو يو نوملړ وسپاري.

که سوريه دې غوښتنې ته په غاړه ايښودو کې پاتې راځي، نو دغه تړون به د ملګريو ملتو يو پرېکړه ليک له لارې پلی کېږي، چې د بنديزونو لګولو يا پوځي ځواک کارولو ګوتڅنډنې ملاتړ به هم ورسره وي.

امريکا وايي د سوريې نظام تېره مياشت د دمشق څنډو کې د غازو يو بريد کې سلګونه کسان وژلي دي.

Image caption د امريکا او روسيې بهرنیو چارو وزيران د جينيوا خبري کنفرانس پر مهال خوښ وو

د بشار الاسد حکومت دغه ادعاوې ردوي او پر مخالفو جنګياليو يې تور لګولی چې د اګست ۲۱ مې دغه بريد دوی کړی دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې ښاغلي کېري د اسد پر حکومت غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ده وويل: "د لوبو، يا د اسد نظام له لوري د پوره غاړې ايښودو پرته نور څه لپاره هېڅ ځای نه شته."

ښاغلي کېري او ښاغلي لافروف دواړو وويل که سوريه په غاړې ايښودو کې پاتې راغله، نو بيا به د ملګريو ملتونو تړون تر اووم څپرکي لاندې يو پرېکړه ليک راکتل کېږي، چې د ځواک کارولو ته لار پرانيزي.

ښاغلي کېري وويل پلټونکي بايد تر نومبر پورې سيه کمې د عمل ځای ته ورسېږي، او د وسلو زېرمې بايد د ۲۰۱۴ کال تر نيمې يا ويجاړې او له منځه يوړل شي او يا هم لرې شي.

هغه ۶ ټکي چې د ښاغلي کېری له لوري په ډاګه شول:

1. د کيمياوي وسلو پر کچه او ډول بايد سلا وشي، او "په بيړه" تر نړيوال کنټرول لاندې راشي

2. سوريه بايد د يوې اوونيو اوږدو کې د خپلو زېرمو بشپړ نوملړ وسپاري

3. د کيمياوي وسلو تړون له مخې ناعادي تدبيرونه به "بيړنۍ ويجاړۍ" ته لار هواروي

4. سوريه بايد خپلو ټولو ځايونو ته پلټونکو ته "سمدلاسه، پرانيستی لاسرسی" برابر کړي

5. ټولې کيمياوي وسلې بايد ويجاړې شي، له دې شونتيا سره چې دغه وسلې د سوریې له خاورې لرې شي

6. ملګري ملتونه به لوجسټيک ملاتړ برابروي او تر اووم څپرکي لاندې به د غاړې ايښودو چاره بلې کېږي

فرانسه چې د سوريې پر وړاندې پوځي ګام کې د امريکا ملګرتيا ته يوازينی لېواله هېواد و، د دغې موافقې هر کلی کړی دی.

د فرانسې بهرنيو چارو وزير لوران فابيو وويل دا يو "مهم پرمختګ" دی.

خو د اسد ضد د سوريې خپلواک پوځ مشر دغه تړون رد کړ، او هوډ يې څرګند کړ چې جګړه به روانه ساتي.

جنرال سليم ادريس دغه موافقه د روسيې وړانديز وباله چې د سوريې حکومت لپاره د وخت ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی او ويې ويل: "په دې موافقه کې هېڅ داسې څه نه شته چې له موږ سره اړه لري."

ښاغلي کېري وويل هيله لري دغه موافقه به د سولې يو پراخ بهير پيل کې مرسته وکړي.

ده وويل: "څه چې موږ يې نن په اړه دلته سلا شوي يوو، شونې ده چې پر دې لور دې لومړی مهم او ريښتينی ګام وي."

ښاغلي لافروف بيا دې ته اشاره وکړه چې کېدی شي تر اکتوبر پورې د سوريې په اړه يو بل نړيوال کنفرانس ترسره شي.

ده وويل: "مهم څه د دې ډاډمنول دي چې په دې کنفرانس کې د سوريې ټولو اړخونو استازيتوب وشي."

د کلونو اوږدو کې څو کنفرانسونه شوي، چې په ځينو کې يې د سوریې مخالفانو برخه اخيستې خو حکومت ترې ايستل شوی و. له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۱ کال مارچ کې د ولسمشر اسد پر وړاندې پاڅون پيل شوی، څه د پاسه ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي دي.

په ملينونو سوريان له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي او په ملينونو نور د دغې جګړې له امله بې کوره شوي دي.

ورته مطالب