د سوریې په باب د امریکا او روسیې خبرې دوام لري

Image caption د جمعې په ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی لخدار براهیمي هم له دواړو وزیرانو سره خبرو کې ملګری شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري او د هغه د روسي سیال سرګی لاوروف ترمنځ د سورېې د کیماوي وسلې په اړه خبرې دریمې ورځې ته وروسته له هغه وغځیدې چې امریکايی چارواکو وویل، د جمعې ورځې په خبرو کې پرمختګ شوی.

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته وویل د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ شته واټن کم شوی دی.

د بي بي د نړېوالو چارو یو خبریال وايی، ښايي د دواړو لوریو تر منځ په دې اړه هم پرمختګ شوی وي، چې څومره ژر سوریه کولی شي کیمیاوي وسلې وسپاري.

خو د تخنیکي او سیاسي چلنجونو له امله خبرو د شپې تر ناوخته دوام درلود او د شنبې په ورځ به بیا پیل شي.

له دې وړاندې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي وو، دوی د روانۍ میاشتې په وروستیو کې په سوریه کې د سولې کنفرانس ته د تیاري لپاره د خبرو پردوام هوکړې ته رسیدلي دي.

د پنجشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۲مه) د سوریې ولسمشر بشار الاسد د روسيې پر تیلویزون راڅرګند شو او دا خبره يې ومنله چې د هېواد کيمياوي وسلې به تر نړيوالې ولکې او کنټرول لاندې راولي.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلې و چې د روسیې له خوا دغه وړاندیز شاید د سوري کړکېچ حل وي خو زیاته یې کړه چې په دې اړه شکمن دی او په خبره یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دغه وړاندیز د جدیت پر سر له روسیې سره خبرې وکړي.

د م م راپور

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي د دغه سازمان يو راپور، چې اټکل دی راتلونکې اونۍ خپور شي، "په پراخ ډول" به د دې پخلی وکړي چې تېره مياشت سوريه کې کيمياوي وسلې کارول شوې وې.

ښاغلي بان په دې اړه نور څه ونه ويل چې د دمشق غوطه سيمه کې د اګست ۲۱ مې پر دغه بريد څوک پړه دي، ځکه چې دا د راپور د څېړنې برخه نه ده.

خو ده دا خبره وکړه، چې د سوريې ولسمشر "پر بشريت ضد جرمونو" ګرم دی. ښاغلي بان وويل د ملګرو ملتونو موندنې به په دې اړه "يو پراخ راپور وي، چې کيمياوي وسلې کارول شوې دي."

ښاغلي بان د بړې ګوتې نيولو هېڅ يادونه ونه کړه، خو دا خبره يې وکړه چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد "د بشريت ضد ډېر جرمونه ترسره کړي دي."

ښاغلي بان وويل "له همدې امله زه باوري يم کله چې هر څه بشپړېږي د حساب کتاب بهير به هم ورپسې وي."

د بي بي سي خبريال نېک برايانټ وايي ښاغلی بان داسې ښکارېده چې په دې خبر نه و چې څرګندونې يې خپرېږي.

خو خبرې يې د ملګريو ملتونو پر ټلویزيون ښودل کېدې.

د کيمیاوی وسلو جګپوړي پلټونکي اکې سېلسټروم اوس د دې پخلی کړی چې راپور بشپړ شوی دی.

ده وويل: "راپور شوی، خو دا چې کله وړاندې شي، د عمومي منشي کار دی."

د ملګريو ملتونو يو جګپوړي ډيپلومات بي بي سي ته وويل چې ښاغلی بان به په نيويارک کې امنيت شورا ته د دوشنبې پر ورځ د راپور په اړه معلومات ورکړي.

ډيپلوماتانو ويلي کېدای شي راپور کومې خوا ته د پړې څرګنده ګوته ونه نيسي، خو د واقعيتونو راپور يې چې پر ځمکه، د وينو اومتيازو پر بېلګو او هم له ډاکټرانو او عيني شاهدانو سره پر مرکو ولاړ دی، کېدای شي دې ته اشاره وکړي چې مسووليت د چار پر غاړه دی.

واشنګټن او ملګري يې د سوريې پر حکومت تور لګوي چې په غوطه کې يې په يو کيمياوي بريد کې سلګونه خلک وژلي دي. د سوريې حکومت دا ادعاوې ردوي، او پړه يې پر مخالفو جنګياليو اچوي.

ورته مطالب