یمن کې د کم عمره نجونو ودولو د مخنیوي غوښتنه

Image caption د بشري حقونو وزیرې پارلمان ته لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو په هکله یو قانون تصویب کړي.

یمن کې د بشري حقونو وزیرې پارلمان ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو په هکله یو قانون تصویب کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو کې یوه اته کلنه نجلۍ د واده په شپه مړه شوه او د هغې مړینې غوسه وپاروله.

په همدې حال کې د بشري حقونو یوه ډله وايي په یمن کې ۱۴ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ مخکې ودېږي او په سلو کې ۵۰ له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي.

Image caption دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو کې یوه اته کلنه نجلۍ د واده په شپه مړه شوه.

د بي بي سي د عربي چارو خبریال سبیټین عشیر په دې هکله خپل رپوټ کې وايي یمن کې بېوزله کورنۍ خپل کم عمره نجوني د ولور لپاره او په دې خاطر ودوي چې د دسترخوان له سره یې یو کس کم شي.

خو وروسته له هغه چې یوه اته کلنه نجلې د واده په شپه له خپل ۴۰ کلن میړه سره تر یوځای کېدو وروسته ټپونه واخیستل او مړه شوه، پر یمن فشار ډېر شوی چې د کم عمره نجونو د ودونو مخه ونیسي.

رپوټونه وايي نوموړې نجلۍ یوه روغتیايي کلینیک ته بیول شوې وه خو ډاکټران ونه توانیدل چې هغه وژغوري.

د دې نجلۍ کېسه په یمن کې خپره شوې، سیمه ییز خلک یې هم تاییدوي خو چارواکي دا خبره ردوي چې ګواکې دغه پېښه دې رامنځ ته شوې وي.

Image caption د بشري حقونو یوه ډله وايي په یمن کې ۱۴ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ مخکې ودېږي او په سلو کې ۵۰ له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي.

بله غاړه د یمن د صدراعظم یوه سلاکار ویلي چې په دې هکله یوه څېړنه ترسره کېږي او مسوول کس به د قضا منګولو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د بشري حقونو وزیرې حمیرا مشهور له پارلمانه غوښتنه کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو په برخه کې اقدام وکړي، خو د بي بي سي خبریال وايي داسې نه ښکاري چې په دې اړه به پارلمان ته کوم نوی قانون وړاندې شي.

هغه کسان چې په کم عمر کې د نجونو د ودولو پلوي دي وايي په کم عمر کې د نجونو د ودونو مخنیوی د هېواد له دود دستور، فرهنګ او مذهب سره په ټکر کې راځي، خو د یمن ځینو مخکښو مذهبي څېرو په کم عمر کې د نجونو د ودونو د مخنیوي پلوي کړې او وايي چې په دې برخه کې دې د اسلام لارښوونو ته مراجعه وشي.

ورته مطالب