د فليپين پوځ "ياغيان کلابند کړي"

Image caption پوځ ويلي د يوې اوونۍ اوږدې کلابندۍ پر مهال شاوخوا ۵۰ ياغيان وژل شوي، او ۴۰ نور نيول شوي دي

د فليپين پوځ پر لسګونو وسله والو ياغيانو کړۍ راتنګوي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ يې پر جنوبي زامبوانګا ښار يرغل ور ووړ، او زرګونه خلک يې له ښاره ايستلو ته اړ کړل.

پوځ ويلي د يوې اوونۍ اوږدې کلابندۍ پر مهال، چې د يو مليون وګړو دغه ښار يې په ټپه ولاړ حالت ته رسولی، شاوخوا ۵۰ ياغيان وژل شوي، او ۴۰ نور نيول شوي دي.

د راپورونو له مخې وسله والو شاوخوا سل تنه ملکيان يرغمل نيولي، خو چارواکي وايي ډېری يې اوس خوشي شوي دي.

فکر کېږي دغه ياغيان د يو شمېر بېلتوبپالو ډلو له يوې سره تړاو لري.

د دوی پتېيل شوی مشر نور مېسواري چې ۷۱ کلن دی او اوس سياستوال شوی، او د کلابندۍ له پيل راهيسې کمې خبرې کړې دي.

د حکومت له خوا د اوربند هڅه داسې ښکاري چې له خنډونو سره مخامخ شوې، ځکه چې نور مېسواري د وسله والو لپاره له زامبوانګا نه د وتلو خوندي لارې غوښتنه کوله.

څېړونکي وايي دی په غوسه ځکه دی چې د يو وخت ځواکمنه د مورو خپلواکۍ ملي جبهه (MNLF) يې د حکومت سولې خبرو کې څنګ ته شوې ده.

تېره مياشت ده د فليپين ټوله جنوبي سيمه يو خپلواک دولت اعلان کړ، خو ويلي يې وو، دی به له سوله ييزو لارو د بېلتون لټون کوي.

وسله وال د دوشنبې پر ورځ زامبوانګا ته په يوه کښتۍ کې ورسېدل، او داسې ښکارېده چې د ښار پر تالار يې د خپل بيرغ ځړولو يون کاوه.

کله چې په دې کې ناکام شول، نو خلک يې يرغمل ونيول.

پوځ وايي دوی د جمعې پر ورځ هغه مهال بشپړ يرغل پيل کړ، چې وسله والو ودانيو ته اور واچاوه او مرستندويه کارکوونکي او ملکيان يې ټپيان کړل.

يو پوځي افسر رومان زاګالا د يکشنبې پر ورځ وويل "موږ سيمه نيسو. له دوی نه موږ ځينې سيمې نيولې دي. موږ لا پر مخ روان يوو."

ده وويل ځينې ياغيان په داسې حال کې نيول شوي چې په ملکي جامو کې یې د تېښتې هڅه کوله، په داسې حال کې چې نور بيا تسليم شوي دي.

خو دا يې ونه ويل چې پر سيمه بشپړې ولکې لپاره به پوځ څومره وخت ونيسي.

د تاوتريخوالي له دغو پېښو څه د پاسه ۶۰ زره وګړي تښتېدلي، او ويل کېږي چې د وژل شويو ترمنځ لږترلږه ۴ کسان هم شامل دي.

د مورو خپلواکۍ ملي جبهې (MNLF) په ۱۹۹۶ کال کې له حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ او نور مېسواري تر ۲۰۰۲ کال پورې د يوې خپلواکې سيمې د مشر په توګه کار کړی، چې بيا يې پر مشرتابه نيوکو له امله له دندې ګوښه کړی شو.

له هماغه راهيسې يې ډله تر ډېره د سولې بهير کې څنګ ته پاتې شوې، او کله ناکله د زامبوانګا جنوب لوېديځ د سولو ټاپوګانو شاوخوا سيمه کې پر سر تېرو بريدونه کوي.

ورته مطالب