'طالبان په زور خپل شرطونه پر موږ نه شي منلی'

 اشفاق پروېز کیاني
Image caption د پاکستاني پوځ مشر بر دیر کې د ملاکنډ د پوځي عملیاتو مشر تورن جنرال ثناء الله نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

د پاکستاني پوځ مشر ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې هېڅوک حق نه لري، چې په مقابل لوري په زور خپل شرطونه ومني.

جنرال اشفاق پروېز کیاني دا څرګندونې ټیک یوه ورځ وروسته تر هغه ډاګیزه شوې، چې پاکستاني طالبانو د سولې خبرو لپاره له حکومت سره د خپلو بندیانو د خوشي کولو شرط وړاندې کړی و.

اسلام اباد کې زموږ خبریال طاهر خان وايي، طالبانو دا هم ویلي وو، چې پوځ دې له قبایلي سیمو ووځي.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد رسنیو ته ویلي وو، طالبان له پاکستاني له خبرو مخکې د ځان ژمن ثابتولو غوښتونکي دي.

شاهد دا هم ویلي وو چې د طالبانو د مشر حکیم الله مسید په مشرۍ تر یوې غونډې وروسته پرېکړه وشوه، چې حکومت باید داسې ګام پورته کړي، چې له مخې یې د باور فضا رامنځ ته شي او یو پر بل شکونه له منځه یووړل شي.

خو د تېرې یکشنبې پر ورځ طالبانو د خیبر پښتونخوا بر دیر ولسوالۍ کې دوه لوړپوړي افسران او درې نور پوځيان ووژل.

په دې سره د احتمالي جوړجاړي خبرو په اړه شکونه پیدا شوي دي.

د پوځ مشر پر پوځ د طالبانو بریدونه غندلي او وايي چې د امنیت راتلو لپاره باید له سیاسي فرصته کار واخیستل شي.

جنرال کیاني وویل: "غواړم د سیاسي بهیر لپاره د پوځ د ملاتړ ژمنه یوځل بیا تکرار کړم، خو دا خبره هم باید سپینه کړم، چې ترهګرو ته به له دې فرصته د ګټې اخیستو اجازه ورنه کړو".

د وسله والو طالبانو له لوري غوښتنو ته په اشارې جنرال کیاني دا هم ویلي، چې ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې په زور خپلې غوښتنې پر نورو ومني.

د پاکستاني پوځ مشر بر دیر کې د ملاکنډ د پوځي عملیاتو مشر تورن جنرال ثناء الله نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

نیازی د ډیورنډ پر کرښې د جوړو شویو امنیتي پوستو تر لیدو وروسته د ستنېدو پرمهال په چاودنه کې ووژل شو.

تېره ورځ طالبانو شمالي وزیرستان او بنو کې هم پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له کبله یې درې نور پوځيان هم ووژل شول.

ورته مطالب