یونان: د حکومتي تګلارو پر ضد د اعتصاب اونۍ پیلېږي

Image caption یونان کې د سږ کال په جولای کې د عامه سکتور د زرګونو دندو د لغو کېدو په اعتراض کې عمومي اعتصاب پیل شو.

په یونان کې د حکومت د اقتصادي تګلارو پر ضد د اعتصابونو اونۍ پیلېږي. دغه اعتصابونه د حکومت د هغه پلان پر ضد رابلل شوي، چې له مخې به یې پنځه ویشت زره دولتي کارکوونکي یا له دندو لرې او یا هم تبدیل شي.

د دولتي ښوونځیو ښوونکو دغه کمپاین په خپلو پنځو ورځنیو لاریونونو پیل کړی دی. د یاد شوي پلان له مخې، کارکوونکي به په روان کال کې له تبدیلېدو یا لرې کېدو دمخه په معاشونو کې له کموالي سره هم مخامخ شي.

نړیوالو پور ورکوونکو غوښتنه کړې، چې یونان باید د پور مرستو د بلې جوپې له تر لاسه کولو دمخه باید دغه تګلاره پلې کړي.

د اروپايي ټولنې، پیسو نړیوال صندوق او اروپايي مرکزي بانک استازي به په روانې اونۍ کې اتن ته لاړ شي او هلته به د یو میلیارد ډالرو د پور د ورکړې په اړه خبرې اترې وکړي.

یونان کې د سږ کال په جولای کې د عامه سکتور د زرګونو دندو د لغو کېدو په اعتراض کې عمومي اعتصاب پیل شو.

دغه اعتصاب د هېواد د سوداګریزو ټولنو له خوا پیل شوی و او د هېواد په کچه یې الوتنې، د اورګاډو تګ راتګ او په روغتونونو کې کارونه وځنډول.

د حکومت د هغې طرحې تصویب د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې یونان یې باید د نړیوالو مرستو په بدل کې ورکړي.

اروپايي اتحادیې او د پېسو نړیوال صندوق ای ایم ایف ۲۰۱۰ کې یونان ته د ۲۰۰ میلیادره یورو پور ورکولو ژمنه کړې وه.

ورته مطالب