د اوږده نوم لیکلو لپاره کمپیوټر سیسټم کې بدلون

د امریکا په هوايي ایالت کې یوې ښځې اجازه وموندله، چې د موټر چلونې پر لایسنس خپل بشپړ نوم ولیکي.

خو ښايي پوښتنه دا وي، چې د دې لپاره اجازې اخیستو ته څه اړتیا وه؟

د جینس نومې مېرمنې بشپړ نوم ۳۶ توري لري او د کمپیوټری سیسټم د ستونزو له کبله پېژند پاڼو کې دومره اوږد نوم لیکل ممکن نه دي.

د دې ښځې بشپړ نوم داسې دی. Janice "Lokelani" Keihanaikukauakahihuliheekahaunaele

اوسمهال د جین پر لایسنس د هغې لنډ نوم لیکلی، ځکه د کمپیوټر سیسټم له لارې یوازې تر پنځه دېرشو پورې توري لیکلای شي.

خو اوس ویل کېږي، چې د هوايي حکومت کمپیوټرونه به د سږ کال تر پایه پورې تجدید شي او د جینس بشپړ نوم به د هغې په ډرایوېنګ لایسنس او تذکره کې ولیکل شي.

د اغلې جینس په وینا د خپل بشپړ نوم لیکلو لپاره یې ځکه کمپاین پیل کړ، چې د نوم په لیدو به یې له هغې سره د پولیسو چلند خواشینونکی و.

"یوه پولیس ودرولم، کله یې چې ولیدل پر لایسنس مې لومړی نوم نه دی لیکلی، ما ورته وویل، چې دا زما تېروتنه نه ده، چې پر لایسنس او تذکره کې مې سم نوم نه دی لیکلی، زه هڅه کوم، چې بشپړ نوم مې ولیکل شي."

د نوموړې په وینا پولیس ځواب راکړ:

" ته کولای شې، له واده مخکې نوم وکاروې."

جینس وايي:

"له ۲۲ کلونو راهیسې ګورم، چې د هوايي فرهنګ تر پښو لاندې کېږي او زما نوم ته د پولیس له لوري په داسې نظر کتل کېږي، لکه دا یو بې معانا نوم وي."

اغلې Keihanaikukauakahihuliheekahaunaele د ځايي والي دفتر ته شکایت وکړ او له هغه وروسته اعلان وشو، چې سیسټم باید تجدید شي، چې د هغې بشپړ نوم په تذکره او لایسنس کې ولیکل شي.

د والي دفتر په وینا داسې به د کال تر پایه پورې وشي. د والي ویانده کېرولاین سلېټر وايي، د ټول ایالت په کمپیوټر سیسټم کې بدلون راوستل کېږي، چې اسنادو کې د اوږدو نومونو لیکل ممکن شي.

اغلې Keihanaikukauakahihuliheekahaunaele ته دغه نایاب نوم په ۱۹۹۲ کې له واده کولو وروسته ورکړل شو.

د هغې په وینا نوم یې بېلا بېلې معانا ګانې لري، چې یوه معانا یې " هغه چې هوډمنه ده او خلکو ته په داسې حال کې لارښوونه کوي، چې هر لور ته ګډوډي او زړه نازړه توب وي." ده.

ورته مطالب