برتانیايۍ مسلمانه باید 'شاهدۍ پر وخت مخ پټ نه کړي'

Image caption دغې ۲۲ کلنې مېرمن په محکمه کې د نارینو په وړاندې د خپل مخ له څرګندولو انکار کړی و.

په برتانیا کې یوې مسلمانې مېرمنې ته اجازه ورکړل شوې چې د محکمې په وخت نقاب واغوندي، خو د شاهدۍ ورکولو په وخت یې باید له مخه لرې کړي.

پر نوموړې تور دی چې په قضیه کې ښکېل یو بل شاهد یې ګواښلی دی.

دغې ۲۲ کلنې مېرمن په محکمه کې د نارینو په وړاندې د خپل مخ له څرګندولو انکار کړی و.

خو اوس مجبوره ده چې د شاهدۍ ورکولو په وخت خپل مخ څرګند کړي، او که داسې نه کوي نو د محکمې پر سپکاوي به تورنه شي.

البته قاضي پرېکړه کړې چې د شاهدۍ ورکولو پر وخت به د دې مېرمنې او په محکمه کې د ناستو نورو خلکو ترمنځ یوه پرده وي، او یوازې قاضي به پخپله وکړای شي چې د دغې مېرمنې مخ وګوري.

خو نور وخت، یعنې کله چې نوموړې شاهدي نه ورکوي نو کولای شي خپل مخ پټ وساتي.

قاضي مرفي په خپلو خبرو کې وویل په انګلستان او وېلز کې له پېړیو راهیسې په محکمو کې همداسې کېږي، یعنې د شاهدۍ ورکولو په وخت باید مخ ښکاره کړای شي.

نو اوس که د یوې مېرمنې لپاره په قانون کې بدلون راولو نو دا به یوه لویه ستونزه رامنځ ته کړي او که چېرته هر قاضي د نقاب په هکله خپله له خپلې خوښې کار واخلي نو دا به هم ګډوډي جوړه کړي.

د محکمې په یوه مخکینۍ ناسته کې یوې ښځینه پولیس افسرې د دغې مېرمنې مخ ولید او بیا اجازه ورکړل شوه چې محکمې ته حاضره شي.

د نوموړې د مدافع وکیل همدا رنګه ویلي چې که چېرته موکله یې مخ څرګندولو ته مجبوره کړای شوه نو بشري حق به یې تر پښو لاندې شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېبرال دېموکرات ګوند یو چارواکي وړاندیز کړی چې حکومت دې په ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو پر مخ پټولو بندیز ولګوي.

ورته مطالب