القاعدې د تښتول شویو لوېديځوالو وېدیو خپره کړه

تښتول شوي
Image caption په وېډیو کې تښتول شوي خپل روغتیايي وضعیت ښه بولي.

القاعدې شبکې په غالب ګومان د افریقا په شمال کې د هغو اوو لوېديځو تښتول شویو وګړو لومړنۍ وېډیو خپره کړې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې له دوی سره دي، خو ژوندي دي.

د موریتانیا خبري اژانس، چې دغه وېډيو یې ترلاسه کړې ده، ویلي چې تښتول شویو کې څلور فرانسویان، چې درې کاله مخکې د نیجر یورانیمو له یوه مرکزه تښتول شوي وو.

دغه اژانس دا هم ویلي چې ټول تښتول شوي، چې یو هالنډی، یو د سویډن او جنوبي افریقا وګړي دي، ښه دي.

دغه کسان د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې د مالي له شمالي برخې وتښتول شول.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت دغه وېډیو ریښتنې بللې ده.

ښکاري، چې د اسلامي مغرب هېوادونو کې د القاعدې شبکې دغه وېډیو د موریتانیا خبري اژانس ته استولې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي "د لومړني تحلیل له مخې، ښکاري چې وېډیو رښتیا د تښتول شویو کسانو ده، او دا موږ ته دا ثابتوي، چې د نیجر شمال ارلیت کې د ۲۰۱۰ سپټمبر میاشت کې تښتول شوي څلور فرانسویان لاهم ژوندي دي".

د وېډیو د ثبت نېټه نه ده ښوول شوې، خو د موریتانیا خبري اژانس وايي، په وېډیو کې ځای پرځای شوي پیغامونه د فرانسوي تښتول شویو وګړو دي، چې ښکاري په تېر جولای کې ثبت شوې وي.

"د مرګ ګواښ "

په وېډیو کې ۶۱ کلن فرانسوی تښتول شوی دانیال لاربي وايي: "زما روغتیايي وضعیت ښه دی، خو په مرګ ګواښل کېږم".

د مورتیانا خبري اژانس په حواله، لاربي ویلي، که هرڅه کېږي، مسؤولیت به یې د فرانسوي چارواکو پرغاړه وي، خو نوموړي خپل هدف نه دی ډاګیزه کړی.

د درو نورو تښتول شويو نومونه (بییر لیګران، تیري ډال او مارک فیري) ښوول شوي.

خو هالنډی برمته شوی سیاک ریکي او د سویډن بل تښتول شوی یوهان ګستاوسن او د جنوبي افریقا سټیفن مالکوم نژدې دوه کاله مخکې د مالي د تیمبکټو ښار له یوه هوټله تښتول شوي وو، چې یو جرمنی هم پکې ووژل شو.

مالي ته په تېره جنورۍ کې د فرانسوي ځواکونو له استول کېدا وروسته، دا د تښتول شویو په اړه لومړنۍ وېډیو ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند تېر جولای ویلي وو چې فرانسه "د خپلو تښتول شویو وګړو د خوشي کولو لپاره هرڅه ته تیاره ده".

ورته مطالب