د بنګله دېش سترې محکمې عبدالقادر ملا په مرګ محکوم کړ

عبدالقادر ملا
Image caption عبدالقادر ملا په تېره فبرورۍ کې د جنګي جرمونو په تور په عمري بند محکوم شوی و.

د بنګله دېش سترې محکمې د اسلامي ګوند یو ستر مشر د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ جګړې پرمهال د بشري جرمونو په تور په مرګ محکوم کړی دی.

ویل کېږي، چې په ۱۹۷۱ کال له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې عبدالقادر ملا بشري جرمونه کړي دي.

نوموړی د جماعت اسلامي ګوند ستر مشر و، چې په تېره فبرورۍ کې یې محکمې په حق کې د عمري بند پرېکړه وکړه.

خو نوموړی پرې ټول لګول شوي تورونه ردوي.

که څه هم سترې محکمې هغه ته د مرګ سزا ورکړې ده، خو نوموړي د استیاف غوښتنه کړې ده.

چارواکي وايي، د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړې پرمهال تر درو میلیونو ډېر کسان ووژل شول.

د ښاغلي ملا د محاکمې پرمهال د هغه پلویانو مظاهرې وکړې، او حکومت یې د نوموړي د محاکمه کولو په چاره کې په سیاسي دسیسې تورن کړ.

د جماعت اسلامي ۶۵ کلن مرستیال مشر عبدالقادر ملا د روان کال په لومړیو کې د جنګي جرمونو ضد محکمې له خوا د جنګي جرمونو په تور په پنځو تورونو مجرم وګڼل شو، چې وژنې هم پکې راځي.

پر نوموړي په ډاکه او میرپور سیمو کې د ډله ییزو وژنو تورونه دي.

ویل کېږي، چې نوموړی په میرپور کې د ډېرو وژنو له کبله په "قصايی" یا قصاب مشهور شوی و، چې په دې سره د اسلامي جماعت له خطرناکو مشرانو ګڼل کېده.

د جنګي جرمونو ضد ځانګړې محکمه په ۲۰۱۰ کال د اوسني حکومت له خوا جوړه شوه، چې هدف یې د هغو کسانو محاکمه کول و، چې د خپلواکۍ د جګړې پرمهال یې له پاکستاني پوځ سره خوله خوږه کړې وه او نه یې غوښتل، چې د پاکستان ختيځه برخه (اوسنی بنګله دېش) دې له پاکستانه خپلواکي واخلي او جلا هېواد دې اعلان شي.

د بنګله دېش حکومت شمېرې ښيي، چې د خپلواکۍ جګړه کې تر درو میلیونو ډېر کسان ووژل شول، خو په ځینو پلټنو کې دغه شمېر د ۳۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ ترمنځ ښوول شوی.

په تېره مې کې د جماعت اسلامي یو بل مرستیال قمر الزمان د جنګي جرمونو د محکمې له خوا په مرګ محکوم شو.

ورته مطالب