د اسټرالیا نوي لومړي وزیر ټوني اېبټ لوړه وکړه

Image caption "نن یوازې رسمي ورځ نه ده، بلکې د کار ورځ ده" ټوني اېبټ

اسټرالیا کې د نوي ټاکل شوي لبرال ملي ټلوالي مشر ټوني اېبټ په پلازمېنه کېنبرا کې د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د ټوني اېبټ په مشرتابه لبرال ملي ټلوالې څو ورځې مخکې د ټاکنو له لارې د پخواني لیبر واکمن ګوند شپږ کلن واک پای ته ورساوه.

۵۵ کلن ټوني اېبټ پلازمېنې کېنبرا کې د استرالیا د ګورنرجنرل کوینټتن برایس په شتون کې لوړه وکړه او وې ویل، له لومړۍ ورځې به کار پیل کړي.

د نوموړي محافظه کاره ټلواله د دغه هېواد په ولسي جرګه کې اکثریت لري.

ټوني اېبټ وویل:

" نن یوازې رسمي ورځ نه ده، بلکې د کار ورځ ده، له دې مراسیمو څخه پارلمان ته له تلو سره سم به د لومړي وزیر او کابېنې دفتر ته امر وکړم، چې د کاربن مالیې لغو کولو لپاره د قانوني مسودې په چمتو کولو پیل وکړي."

نوموړي د خپلې ۱۹ کسیزې کابینې اعلان وار له مخه کړی او د نوموړي په وینا" دا د تاریخ تر ټولو ډېره تجربه درلودونکې کابینه ده."

خو د هغه د کابېنې په اړه یو لړ پوښتنې راپورته شوې، چې په کې یوازې یوه ښځه شته او هغه جولي بشپ ده، چې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه به کار کوي.

د کابېنې غړي به هم د چهارشنبې په ورځ د لوړې مراسیم تر سره کړي. ټوني اېبټ زیاته کړه، چې د بودیجې زیاتوالي به بېرته راوړي او له اسیا څخه به د اندونیزیا له لارې خپل هېواد ته د ورتلونکو پنا غوښتونکو ټولې کښتۍ بېرته ستنې کړي.

Image caption د ټوني اېبټ د کابېنې په اړه یو لړ پوښتنې راپورته شوې، چې په کې یوازې یوه ښځه شته.

خو تر اوسه د یو شمېر رایو شمېرنه پاتې ده او داسې ښکاري، چې د ټوني اېبټ ټلواله ښايي د دغه هېواد په سنا کې اکثریت تر لاسه نه کړي، چې له کبله به یې د قوانینو په تصویب کې له ستونزو سره مخامخ شي.

بل لور ته لیبر ګوند د نوي مشر ټاکلو له پړاوه تېریږي او مهم غړي بیل شورټن د مهمو مشرانو ډلې کې څرګندېږي.

پخواني لومړي وزیر کېونراډ ویلي و، چې د خپل ګوند دمشرتابه په ټاکنو کې به برخه نه اخلي، ځکه د ده په خبره خلک نوی پیل غواړي، خو کیونراډ له خپلې سیمې برسبین څخه په چوکۍ ګټلو بریالی شوی.

ورته مطالب