اسد کیمیاوي وسلو ویجاړولو ته یو کال وخت غواړي

اسد
Image caption سوري ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، هغه هېواد ته کیمیاوي وسلې وسپاري، چې ترلاسه کول یې غواړي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي، د هېواد کیمیاوي وسلو زېرمتونونو له منځه وړلو لپاره لږترلږه یو کال وخت اړین دی چې په وینا یې یو میلیارد ډالر لګښت پرې راځي.

نوموړي ویلي، هر هېواد چې وغواړي، سوریه کیمیاوي وسلې ورته تسلیموي.

بشارالاسد د امریکا او روسیې ترمنځ د هغه تړون هرکلی وکړ، چې له دغو وسلو باید سوریه خلاصه شي.

سوریې عملاً د کیمیاوي وسلو د خطر له تړون سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا فوکس نیوز خبري اژانس د اسد یوه مرکه خپره کړې چې پکې راغلي "باور لرم، چې له مسلکي اړخه دا یو ډېر ګران کار دی. ډېرو پیسو ته اړتیا لري، چې شاید یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي".

"ښه ګام"

څارونکو هم د دغې چارې ستونزمنتیا ته اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو ستر څارونکي ویلي، سوریه کې د کیمیاوي وسلو موندل او له منځه وړل یې ګران کار دی، خو په وینا یې دا کار له امکانه لیرې نه دی.

اسد ویلي "باید له څارونکو وپوښتل شي، چې ژر له کیمیاوي وسلو ځان خلاصول څه معنا لري. باید یو مشخص مهالوېش ورته وټاکل شي. شاید یو کال یا ډېر وخت ونیسي".

سوري ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، هغه هېواد ته کیمیاوي وسلې وسپاري، چې ترلاسه کول یې غواړي.

د سوریې پوځ یوځل بیا د تېر اګست یوویشتمه د دمشق څنډو کې د سارین غاز کارولو انکار کړی دی.

د دغو غازو کارول په نړیواله کچه بند دي.

د امریکا د پوځ جګپوړي مشر ویلي، چې د سوریې حکومت لاهم ځینې کیمیاوي وسلې لري:

"په اوسني پړاو کې داسې شواهد شته، چې واکمن نظام د کیمیاوي وسلو زېرمتونونه لري".

جنرال مارټن ډیمپسي تمه ښوولې، چې دمشق د روانې جګړې سربېره، نړیوال څارونکي د وسلو د له منځه وړلو ځایونو ته وړلی شي.

واشنګټن د سوریې حکومت دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي، چې لږترلږه ۱۴۲۹ کسان پکې ووژل شول، چې زیاتره یې ماشومان وو.

د امریکا دفاع وزیر چاک هېګل ویلي، چې د سوریې له کیمیاوي وسلو د خلاصون لپاره د دپلوماتیکو هڅو هرکلی کوي.

هېګل دا هم وویل چې "د خپل مسؤولیت پېژندلو لپاره دا ښه ګام دی".

ورته مطالب