روسيه ملگرو ملتونو ته نوي شواهد سپاري

Image caption د ملگرو ملتونو د رپوټ چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارېدنې پخلى کوي او د شواهدو په تړاو به په امنيت شورا کې خبرې وشي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وايي داسې ډېر شواهد شته چې د کيمياوي وسلو په بريد کې د سوري ياغيانو ښکلتيا ته گوته نيسي.

نوموړى وايي د ملگرو ملتونو د رپوټ چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارېدنې پخلى کوي او د دغو شواهدو په تړاو به په امنيت شورا کې خبرې وشي، چې د بريد اصلي عاملين په گوته شي.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرگې ريابکوف وايي وار له مخه ملگرو ملتونو ته داسې شواهد وړاندې شوي چې د کيمياوي وسلو په څلورو بريدونو کې د ياغيانو ښکلتيا څرگندوي.

ښاغلي ريابکوف د تازه ترلاسه کړو شواهدو په تړاو وويل دغه اسناد روسيې ته د سوري چارواکو له لوري سپارل شوي او بايد د ملگرو ملتونو کارپوهان يې وڅېړي.

"دا داسې موضوع ده چې بايد د کارپوهانو لخوا نور وڅېړل شي. دا به لږ وخت ونيسي. په دې کې بېړه نه کېږي. خو زه ډاډه يم چې دا به د ځينو هغو نظرونو ملاتړ او پخلى وکړي چې روسيې په نيويارک کې د خبرو اترو په بهير کې وړاندې کړي دي چې داسې نه شي کېداى چې سړى دومره يو اړخيز او ناسم قضاوت وکړي او د غوتې د پېښې ټول مسووليت د سوريې پر حکومت ور واچوي"

خو امريکا بيا وايي په دې کې د شک ځاى نشته چې په سوريه کې د سلگونو ولسي وگړو، په غازو د مسمومولو او وژلو پړه د سوريې حکومت پلويو ځواکونو ته ور په غاړه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مري هارف يوې خبرې ناستې ته وويل امريکا پر خپلو ارزونو ولاړه ده.

"موږ داسې د باور وړ کوم رپوټ او يا شواهد نه دي ليدلي چې حکومت مخالفو دې په سوريه کې کيمياوي وسلې کارولي وي. ٣٦ هېوادونه نور په دې اعلان کې له موږ سره همغږي دي چې د بشار الاسد رژيم د تېر اگست پر يو ويشتمې د کيمياوي وسلو د کارېدنې مسوول دى. موږ خپله استخباراتي ارزونه کړې او موږ پرې ټينگ باور لرو."

دا په داسې حال کې ده چې له سوريې نه را رسېدلي رپوټونه وايي له القاعدې سره تړلې يوه ډله د سوريې له حکومت مخالفي آزاد پوځ سره، د ترکيې پولې ته ورڅېرمه د ېوې سيمې د ولکې پر سر په نښته کې کېوتې.

د سوريې د آزاد پوځ چې لوېديځ يې ملاتړى دى، لږ ترلږه پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دا تر اوسه د هغو ياغيانو چې د لوېديځ له لوري يې پلوي کېږي او د جهادي ډلو ترمنځ تر ټولو سخته جگړه ده چې رامنځ ته شوې.

ورته مطالب