د یمن پر پوځي اډه برید ۳۰ کسان وژلي

Image caption رویټرز لیکي، چې لومړۍ چاودنې لس کسان وژلي او په دویمه کې لس پوځيان وژل شوي دي.

د یمن سوېل کې د پوځ پر یوې اډې شکمنو اورپکو بریدونه کړي، چې لږترلږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي.

په وژل شویو کې پوځيان هم دي.

یمن کې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې په عزان ښار کې د پوځ او پولیسو پر مرکز او د تېلو د بنسټونو د ساتنې پر یوه امنیتي ځای د القاعدې شبکې له خوا دغه بریدونه شوي.

چاودنې د موټربم په مټ شوې، چې لومړۍ هغه یې په شبوه ولایت کې وشوه، چې لږترلږه ۲۰ پوځيان یې ووژل او ټپیان کړل.

په بل برید کې برید کوونکو ار پي جي راکټونه او سپکې وسلې وکارولې، او په الکمب سیمه کې د تېلو د بنسټونو له ساتونکو سره یې نښته وکړه، چې لږترلږه ۱۰ نور پوځيان پکې ووژل شول.

دغه امنیتي سرچینه وايي، چې ځانګړو ځواکونو هم له برید کوونکو سره جګړه وکړه او څلور کسان یې ور ووژل، خو نور برید کوونکي د موټرو او موټر سایکلونو په مټ وتښتېدل.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د دغو بریدونو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د یمن حکومت دا مهال په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې له هغو جنګیالیو سره ښکر په ښکر دی، چې پر پوځ وخت-ناوخت بریدونه کوي.

رویټرز لیکي، چې لومړۍ چاودنې لس کسان وژلي او په دویمه کې لس پوځيان وژل شوي دي.

د تېرې اګست په وروستیو کې د یمن پلازمېنه صنعاء کې د هوايي ځواک پوځيانو پر یوه لېږدوونکي بس چاودنه شوې وه، چې لږترلږه شپږ کسان یې وژلي و.

ورته مطالب