هند له زندانه په تښتېدلي "مجاهد" پسې ګرځي

Image caption پر افضل اسماني تور دی چې په احمد اباد او سورات کې یې په بمي بریدونو کې ونډه درلوده.

د هند په ممبۍ کې پولیس د هند د مجاهدینو د ډلې په هغه سړي پسې کرځي چې له زندانه تښتېدلی دی.

پر افضل اسماني تور دی چې په احمد اباد او سورات کې یې په بمي بریدونو کې ونډه درلوده.

پولیس وايي اسماني له هغه وروسته تری تم شو چې محکمې ته له نورو تورنو سره یو ځای بېول شوی و.

د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۲۶ مه په احمد اباد کې ۱۷ چاودنې وشوې چې ۵۰ کسان په کې ووژل شول.

د هغې ورځې په سبا ۲۲ نور بمونه په سورات کې وموندل شول چې بیا وروسته چارواکو شنډ کړل. د پي ټي ای خبري اژانس وايي ښاغلی اسماني له نورو سره مهاراشترا ته محکمې ته را وستل شوی و او پولیسو ته یې بانه کړې وه چې تشناب ته ځي چې له هماغه راهیسې تری تم شو.

په دغه قضیه کې ښکېل قاضي وويل دا تېښته تر ټوله جدي ده. هغه وويل دا د هغو ساتوونکو د بې غورۍ ښودنه کوي چې دا خلک یې محکمې ته را وستل.

نوموړي وويل دا پېښه ښايي پر نورو قضیو هم اغېز پرې باسي.

ښاغلی اسماني د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر کې له څلورو نورو کسانو سره چې د هند د مجاهدینو غړي بلل کېدل و نیول شو.

پر دغو پنځو واړو په احمد اباد کې د هغو بمي بریدونو تور و چې د ولسمشرۍ ودانۍ، مارکېټونه، عامه ټرانسپورټ او روغتونونه ولړزول.

له هغې پېښې وروسته بیا څو نا چاودلي بمونه هم وموندل شول.

د احمد اباد د چاودنو وروسته ژر د هند مجاهدینو پړه په غاړه واخیسته.

د هند دولت د هندي مجاهدینو ډله په ۲۰۱۰ کال کې ترهګره وبلله او په پون کې یې د جرمني په یوې نانوایۍ د برید پړه هم پرې واچوله چې په ترڅ کې یې ۱۷ کسان ووژل شول او ډېری نور ټپیان شول.

د هندي مجاهدینو پر ډلې په ۲۰۱۱ کال کې په ممبۍ کې د چاودنو تورونه هم پورې شوې دي.

ورته مطالب