د سوریې دوو مخالفو ډلو د اوربند موافقه کړې

Image caption عزاز ښار له ترکیې سره ګډه پوله لري.

د سوري حکومت دوو مخالفو جنګېدونکو ډلو عزاز ښار کې د اوربند چمتووالی ښوولی دی.

'په عراق او سوریه کې د اسلامي حکومت' یا Isis او د 'سوریې ازاد پوځ' حکومت ضد ډلو، چې له القاعدې شبکې سره د تړاو شک پرې کېږي، په شمالي ښار کې له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې د اوربند اعلان کړی.

د سوریې ازاد پوځ بیا د لوېديځ له ملاتړه برخمن دی.

د بي بي سي یو خبریال پاول ووډ وايي، له ترکیې سره د سوریې پر پوله عزاز ښار کې یادو ډلو نښتې کړې، چې بیا وروسته یې موافقه وکړه، چې بندیان به سره تبادله کړي.

شنونکي وايي، که چېرې د دغو دواړو ډلو ترمنځ د اوربند ریښتینی نیت موجود وي، شاید امریکا او لوېديځو قوتونو ته د سوریې ازاد پوځ ته وسلې ورکړي.

پر همدې مهال، د ایران ولسمشر حسن روحاني په ډاګه کړه، چې حکومت یې په سوریه کې د سولې منځګړتوب ته چمتو دی.

ښاغلی روحاني وايي، دا کار د خپلې هغې تګلارې د یوې برخې په توګه کوي، چې غواړي له نورو هیوادونو سره رغېدونکي اړېکې ولري.

Image caption د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر اوباما خوښ دی، چې د ملګروملتونو دراتلونکې عمومې غونډې په څنډو کې له ښاغلي روحاني سره وویني.

د ایران ولسمشر واشنګټن پوست ته په خپله لیکنه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د هغه د ټاکل کېدو له فرصت نه ګټه واخلي او له ایران سره په ګډه په منځني ختیځ کې د سیالیو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر اوباما خوښ دی، چې د ملګروملتونو د راتلونکې عمومې غونډې په څنډو کې له ښاغلي روحاني سره وویني.

بل خوا، د سوریې مرستیال لومړي وزیر ویلي، چې حکومتي ځواکونه او یاغیان د یو بل د ماتېدو وس نه لري او حکومت چمتو دی، چې د اوربند وړاندیز وکړي.

قدري جمیل، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د سوریې کورنۍ جګړه اوس داسې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې، چې هېڅ لوری یې نه شي ګټلی.

ښاغلي جمیل دارنګه ویلي، چې د ژنیوا په ټاکل شویو خبرو کې به د سوریې حکومت د داسې یوه اوربند غږ وکړي، چې څارنه به یې بې پرې او یا دوست هېوادونه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې سوریه د بدلون په حال کې ده او هېڅوک باید دا وېره ونه لري، چې دغه رژیم به په اوسنۍ بڼه دوام وکړي.

بهرنی نفوذ

هغه وویل رژیم یې د فشار پر ځای ملاتړ ته اړتیا لري:

"ټول جنګېدونکي باید پای کې اوربند وکړي، ترڅو د یوه سیاسي جوړجاړي او سوله ییزې طریقې له لارې سوریه له اوسني کړکېچه راوباسي او د بهرني نفوذ لاسونه لنډ کړي".

Image caption په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وايي، د جمیل څرګندونې د روسیې د هغو هڅو منعکسوونکې دي، چې د ژنیوا د سولې کنفرانس ته یې په لړ کې لاره هواروي.

جمیل وايي، که چېرې د ژنیوا ۲ کنفرانس په لړ کې وسله وال مخالفین د اوربند موافقه وکړي، باید "د نړیوال څار تر کنټرول لاندې وي" او څارونکي هم د هغه په ټکو "له بې پرې او دوستو" هېوادونو وټاکل شي.

نوموړي دا هم ویلي چې "هېڅوک باید وېره ونه لري، چې نظام به په اوسني حالت پاتې شي. ځکه چې نظام مخکنی نفوذ نه لري".

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وايي، د جمیل څرګندونې د روسیې د هغو هڅو منعکسوونکې دي، چې د ژنیوا د سولې کنفرانس ته یې په لړ کې لاره هواروي.

قدري جمیل یو مخکنی کمونیست دی، چې د پاڅون په لومړیو میاشتو کې یې د ولسمشر بشارالاسد د واکمن ضد مظاهرو کې ګډون کړی.

خو زموږ د خبریال په وینا، جمیل د واکمن "البعث" کمونیستي ګوند له سخت دریځو ملاتړو نه دی.

څو ورځې مخکې بشارالاسد د سوریې کیمیاوي وسلو ویجاړولو ته یو کال وخت غوښتی و.

ورته مطالب