بلک بېري ۴۵۰ کارکوونکي له دندې ګوښه کوي

Image caption د بلک بېري تر ټولو نوی ټیلیفون زیټ ۱۰ نومېږي.

د ټیلیفون کمپنۍ بلک بېري، اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې خپل ۴۵۰۰ کارکوونکي له دندې ګوښه کوي.

دا کسان د نوموړې کمپنې د کاري ځواک ۴۰ سلنه جوړوي.

دغه راز بلک بېري وړاندوینه کړې، چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ښايي ۹۹۵ میلیونه ډالره تاوان کړی وي، چې رپوټ به يې په راتلونکو ورځو کې خپور کړي.

د اګست په میاشت کې بلک بېري ویلي و چې ښايي دغه کمپنۍ وپلورل شي.

دې کمپنې په دې وروستیو کې هڅه وکړه چې له تاوانه ځان وژغوري او د دې لپاره یې نوي ټېلېفونونه او کاروونکی سیستم مارکیټ ته وړاندې کړ، خو ډېر و نه چلېد.

د بلک بېري تر ټولو نوی ټیلیفون زیټ ۱۰ نومېږي چې و نه توانېد د کاروونکو پام ځانته واړوي.

د جون په میاشت کې د بلک بېري کمپنۍ مشر ویلي وو، چې د زيټ ۱۰ شپږ اشاریه اته میلیونه ټیلیفون سیټونه یې جوړ کړي، خو یوازې ۲ اعشاریه ۷ میلیونه یې مارکیټ ته ووتل.

په دې اوونۍ کې بلک بېري یو بل ماډل زيټ ۳۰ مارکیټ ته وړاندې کړ، خو په عین حال کې اپل هم خپلو کاروونکو ته یو نوی کارونکی سیستم وړاندی کړ او د ای فون نوي ماډلونه یې مارکیټ ته وړاندې کړل، چې د بلک بېري نوی ماډل یې تر سیوری لاندې راوست. خو څارونکي وايي چې زيټ ۳۰ هم بد ټیلیفون نه دی.