امریکا:د سعودي شهزادۍ خلاف د بشري قاچاق تورونه لغو

Image caption شهزادۍ مشعل العبان د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د یوه غړي، شپږمه مېرمن ده.

امریکا کې د سعودي عربستان د شهزادۍ خلاف د بشري قاچاق تورونه لغو شوي دي.

پر نوموړې دغه تورونه هغه مهال ولګېدل، چې د کینیا یوې خدامې( نوکرې) وویل، پاسپورټ یې ظبط شوی او د ډېر لږ مزد په بدل کې د شهزادۍ کره کارکولو ته اړه شوې وه.

د جمعې په ورځ کالیفورنیا کې منصفه پلاوي محمکې ته وویل، و نه توانیدل، د ۲۲ کلنې شهزادۍ مشعل العبان، خلاف په ازادانه توګه دغه تورونه تایید کړي، ځکه غواړي، دغه قضیه خارج شي.

د شهزادۍ مشعل مدافع وکیلانو په وینا د خدامې ادعا امریکا کې د مستقلې استوګنې لپاره یوه هڅه وه.

داسې احتمال وو، چې د لګول شویو تورونو له مخې ښايي شهزادۍ په ۱۲ کلن زندان محکومه شي.

د جمعې په ورځ د محکمې فعالیت موخه داوه، چې معلومه کړي، ایا د شهزادۍ پر ضد لګېدلي تورونه د اورېدو وړ دي، که څنګه؟

د اورنج کاونټي، سیمیه ییز څارنوال ټوني راکاووس محکمې ته وویل، چې د شهزادۍ خلاف د تورونو ثبوت نه دی موندل شوی، ځکه د منصفه پلاوي غوښتنه ده، چې قضیه خارج شي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې شهزادۍ مشعل العبان د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د یوه غړي، شپږمه مېرمن ده او د ۵۰ لکو ډالرو مقابل کې یې ضمانت شوی، چې دغه پېسې د سعودي عربستان سفارت ورکړې دي.

د کینیا اوسېدونکې نوکرې، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ادعا کړې وه، چې یوه ورځ کې ورنه ۱۶ ساعته کار اخیستل کېده او خورا لږ معاش ورکول کېده.

نوموړې نوکرې، تېر کال د کارموندنې دفتر له لارې، سعودي عربستان کې شهزادۍ سره د هغې کور کې نوکرې پیل کړه.

د چارواکو په وینا، د قرارداد له مخې ټاکل شوې وه، چې یاده نوکره، د ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو بدل کې، اونۍ کې پنځه ورځې، هره ورځ اته ساعته کار وکړي.

د چارواکو په وینا برعکس، نوکرې ته هره میاشت، دوه سوه شل ډالره ورکول کېدل او په یوه ورځ کې ورنه ۱۶ ساعته کار اخیستل کېده.

۳۰ کلنې نوکرې دا هم ویل، چې کله سعودي عربستان ته ورسېده، پاسپورټ یې ظبط کړل شو او یوازې د امریکا د سفر لپاره بېرته ورکړل شو.

د نوموړې په خبره، کالفورنیا ته له رسېدو سره سم ورنه څلورو کورونو کې د اتو کسانو لپاره د خدمت کار واخیستل شو او نوموړې په بند کې ساتل کېده.

له تښتېدو وروسته نوموړې یوه بس ته وختله او د پولیسو مرکز ته لاړه. د جولای میاشت کې، چې شهزادۍ العبان ونیوله شوه، سیمه ییز څارنوال دغه مساله د " جبري کار بېلګه" بللې وه.

ورته مطالب