د سوریې د کیمیاوي وسلو ارزونه پیل شوه

Image caption د القاعده اړوند سازمان د چهارشنبې په ورځ له خپلواکې سوریې پوځ نومي سازمان سره له جګړې وروسته، د اعزاز سیمې کنټرول تر لاسه کړ.

د کیمیاوي وسلو د څار نړیوالې ادارې" او پي سي ډبلیو " مسوولین وايي، د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې د پلان له مخې، د سوریې حکومت دې ادارې ته د خپلو کیمیاوي وسلو لړلیکونه استول پیل کړي دي.

او پي سي ډبلیو وايي، تمه کېږي، چې راتلونکو ورځو کې له سوریې څخه نور لړ لیکونه هم تر لاسه شي او دا چې ادارې د یکشنې ورځې غونډه ځنډولې ده.

سوریې د خپلو کیمیاوي وسلو د لړلیک سپارلو لپاره د شنبې تر ورځې وخت ورکړل شوی و.

متحده ایالاتو د تېر اګست په ۲۱ د سوریې پلازمېنې دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو له برید وروسته د دغه هېواد پر ضد د پوځي اقدام ګواښ کړی و، خو روسیه او سوریه دواړه ادعا کوي، چې هغه برید د بشارالاسد حکومت ضد یاغیانو کړی.

بل لور ته سوریې کې "خپلواکې سوریې پوځ" او د القاعده اړوند "عراق او سوریې کې اسلامي مملکت" نومي ډلو په اعزاز نومي سیمه کې د یوه بل پر ضد د جګړې بندولو اعلان کړی.

د القاعده اړوند سازمان د چهارشنبې په ورځ له خپلواکې سوریې پوځ نومي سازمان سره له جګړې وروسته، د اعزاز سیمې کنټرول تر لاسه کړ.

د داوړو ډلو تر منځ له نښتې وروسته داسې ویره راپورته شوه، چې سوریې کې د حکومت مخالفو وسله والو تر منځ جګړه سخته نه شي.

بل لور ته د سوریې مرستیال لومړي وزیر قدري جمیل ویلي، هېواد کې یې جګړه داسې حال ته رسېدلې، چې هېڅ لوری نه شي کولای پر بل برلاسي ومومي.

د او پي سي ډبلیو ویندوی مایکل لوحان په خبره، له سوریې څخه تر لاسه شوی تفصیل، " لومړنی اعلان " دی.

د ملګرو ملتونو یوه دیپلومات رویټرز خبري اژانس ته منلې، چې سوریې تفصیل سپارلی.

د هغه په وینا دغه تفصیلات کافي اوږد دی او ژباړل کېږي.

د امریکا او روسیې د پلان له مخې، د کیمیاوي وسلو د څارونکو، د ملګرو ملتونو ډله باید تر نومبره سوریې ته ورسېږي او تمه کېږي، چې د سوریې کیمیاوي وسلې به د ۲۰۱۴ تر نیمیايي پورې له منځه یووړلې شي.

د پوځي اقدام ګواښ

په پام کې وه، چې غونډه د یکشنبې په ورځ تر سره شي، خو اوس دغه غونډه ځنډول شوې ده.

د غونډې نېټې بدلون په باب څه نه دي ویل شوي. د او پي سي ډبلیو له لوري د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو لپاره د مهال وېش له منظورۍ وروسته به ملګري ملتونو پرې د تایید رامنځته کولو هڅه وکړي.

خو د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د پرېکړه لیک د الفاظو پر سر اختلاف شته.

لوېدېځ هېوادونه غواړي، چې دغه پرېکړه لیک کې، چې ملګرو ملتونو ته وړاندې کېږي، باید د پوځي اقدام لپاره هم لاره وي، خو روسیه دې ګواښ سره مخالفت کوي.

د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ وویل، که سوریه دغه هوکړه و نه مني، پر ضد به یې د پوځي اقدام پر لاره غور کېږي.

د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو تایید کړه، چې سوریې کې ممنوع، سارن ګاز کارول شوی، خو د عمومي منشي بان کي مون په وینا نه دي توانیدلي دغه برید کې د وژنو کره شمېرې معلومې کړي.

ورته مطالب