پېښور کې پر کلیسا برید ۸۰ کسان وژلي

Image caption کوهاټ ګېټ یوه تاریخي کلیسا ده، چې د پاکستان له نورو ښارونو او ان له نورو هېوادونو هم عیسویان د کلیسا لیدو ته ورځي.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور په یوه کلیسا کې ځانمرګي برید لږترلږه ۸۰ کسان وژلي او تر ۱۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو او پولیسو ویلي، چې برید کوونکي کلیسا ته نژدې ورغلی او هغه وخت یې ځان چوولی، چې عیسويان تر مذهبي مراسمو وروسته له کلیسا د وتلو په حال کې وو.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، د پېښور کمېشنر صاحب زاده په برید کې د ۲۵ کسانو وژل کېدل تایید کړي.

د برید انځورونه وګورﺉ

عیسویانو ویلي، چې د کلیسا د ساتنې لپاره اړین ګامونه نه وو اخیستل شوي.

ویل کېږي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي، چې د چاودنې پرمهال په کلیسا کې شاوخوا ۵۰۰-۶۰۰ کسان وو.

عیسویان د پاکستان د ټول ټال وګړو نژدې ۱،۶ سلنه جوړوي.

پاکستان کې عیسویانو درې ورځې ماتم اعلان کړی.

ویل کېږي، برید کوونکي د پېښور په کوهاټي ګېټ سیمه کې هغه مهال برید وکړ، چې د یکشنبې پر ورځ سلګونه عیسویان کلیسا ته ورغلي وو.

د پېښور یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دوو برید کوونکو د کلیسا د ننه په بېلابېلو ځایونو کې ځانونه چوولي.

کوهاټ ګېټ یوه تاریخي کلیسا ده، چې د پاکستان له نورو ښارونو او ان له نورو هېوادونو هم عیسویان د کلیسا لیدو ته ورځي.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په کلکه غندلی دی.

د وروستیو کلونو پرمهال، پاکستان کې پر عیسویانو بریدونه شوي.

په ۲۰۱۱ کال، اسلام اباد کې د لږکیو د چارو عیسوی وزیر شهباز بهټي ووژل شو.

او د ۲۰۱۰ سپتمبر کې د خیبر پښتونخوا مردان سرحدي کلیسا دروازه کې چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

تر هغه مخکې په ۲۰۰۹ کال، نژدې ۱۰۰۰ مسلمانانو د پنجاب ایالت ګوجرا ښار کې د عیسویانو نژدې۴۰ کورونه وسوځول.

په دې پېښه کې لږترلږه اووه عیسویان وسوځېدل.

د برید لامل "قرآن کریم" ته د عیسویانو له خوا سپکاوی په ګوته شوی و.

ورته مطالب