د کېنيا عملياتو کې ۶۲ کسه وژل شوي ۱۷۰ ټپيان دي

Image caption د کېنيا د سره صليب اداره وايي په دغه کلابندۍ کې لا هم ۶۳ کسه لادرکه دي

د کېنيا په پلازمېنه نايروبي کې امنيتي ځواکونه وايي چې د ويسټ ګېټ خرڅلاو مرکز يې له اورپکو تش کړی دی.

دوی وايي په دغه يرغمل نيونه کې ټولټال ۶۲ کسه وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپيان شوي دي.

خو د کېنيا د سره صليب اداره وايي په دغه کلابندۍ کې لا هم ۶۳ کسه لادرکه دي.

تر دې وړاندې هغه مهال چې پوځ پر دغه مارکېټ يرغل وکړ، د خرڅلاو د دغه مرکز دننه د چاودنو او سختو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د کېنيا دفاعي ځواکونه وايي چې درې اورپکي يې وژلي او د تېښتې ټولې لارې يې تړلې دي.

بل خوا واشنګټن پوسټ د کېنيا د بهرنيو چارو وزيرې آمنه محمد له قوله ويلي چې د خرڅلاو پر مرکز په بريد کوونکو کې 'يو برتانوی او له دوو تر دريو امريکايان' هم وو.

خبريالان وايي چې د خرڅلاو د دغه مرکز له ودانۍ نه لا هم د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

امنيتي ځواکونه وايي اورپکو له دوی د پام بلې خوا کولو لپاره اور اچولی، خو د دوی په خبره د دغه اور د کابو کولو لپاره اور وژونکي د اور په مړه کولو بوخت دي.

د اوونۍ له پيله په دغو عملياتو کې د رسمي شمېرو له مخې ۶۲ کسه وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپيان دي.

وېره ده چې ښايي د مړو شمېره زياته شي.

د سوماليا الشباب اسلامپالې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او د دغې ډلې يوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دا بريد يې په سوماليا کې د کېنيايي ځواکونو د شتون په بدل کې کړی دی.

الشباب سوماليا ته د کېنيايي ځواکونو له وراستولو سره مخالفت کوي.

دا وخت د سوماليا په سويلي سيمو کې د کېنيا ۴۰۰۰ پوځيان موجود دي او له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د تندلارو پر ضد عمليات کوي.

د کېنيا د بهرنيو چارو وزيرجوزف اولی لينکو ويلي دي "يو شمېر ترهګر هڅه کوي په ځينو هټيو کې ځانونه پټ کړي، خو د خرڅلاو د دغه مرکز ټول پوړونه زموږ په ولکه کې دي. د دوی د تېښتې هېڅ لار نه شته".

انګېرنه دا ده چې لا هم د سوماليا له الشباب ډلې سره تړلي له لسو تر پنځلسو کسانو پورې په اغېزمنه شوې ودانۍ کې شته دي.

Image caption خبريالان وايي چې د خرڅلاو د دغه مرکز له ودانۍ نه لا هم د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چې د دغه بريد په مهار کولو کې د کېنيا له حکومت سره په خپل ټول وس مرسته کوي.

کينيا په افريقا کې يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د امريکا ډېرې مرستې ترلاسه کوي.

بل خوا الشباب له دې پرته د ۳۶ برمته شويو د شته والي ادعا کوي، خو د دغې ادعا تاييد نه دی شوی.

دوی وايي په دغه يرغمل نيونه کې ټولټال ۶۲ کسه وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپيان شوي دي.

خو د کېنيا د سره صليب اداره وايي په دغه کلابندۍ کې لا هم ۶۳ کسه لادرکه دي.

تر دې وړاندې هغه مهال چې پوځ پر دغه مارکېټ يرغل وکړ، د خرڅلاو د دغه مرکز دننه د چاودنو او سختو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

Image caption بل خوا الشباب له دې پرته د ۳۶ برمته شويو د شته والي ادعا کوي، خو د دغې ادعا تاييد نه دی شوی.

د کېنيا دفاعي ځواکونه وايي چې درې اورپکي يې وژلي او د تېښتې ټولې لارې يې تړلې دي.

بل خوا واشنګټن پوسټ د کېنيا د بهرنيو چارو وزيرې آمنه محمد له قوله ويلي چې د خرڅلاو پر مرکز په بريد کوونکو کې ( يو برتانوی او له دوو تر دريو امريکايان) هم وو.

خبريالان وايي چې د خرڅلاو د دغه مرکز له ودانۍ نه لا هم د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

امنيتي ځواکونه وايي اورپکو له دوی د پام بلې خوا کولو لپاره اور اچولی، خو د دوی په خبره د دغه اور د کابو کولو لپاره اور وژونکي د اور په مړه کولو بوخت دي.

د اوونۍ له پيله په دغو عملياتو کې د رسمي شمېرو له مخې ۶۲ کسه وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپيان دي.

وېره ده چې ښايي د مړو شمېره زياته شي.

د سوماليا الشباب اسلامپالې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او د دغې ډلې يوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دا بريد يې په سوماليا کې د کېنيايي ځواکونو د شتون په بدل کې کړی دی.

الشباب سوماليا ته د کېنيايي ځواکونو له وراستولو سره مخالفت کوي.

دا وخت د سوماليا په سويلي سيمو کې د کېنيا ۴۰۰۰ پوځيان موجود دي او له ۲۰۱۱ کال راپدې خوا د تندلارو پر ضد عمليات کوي.

Image caption کينيا په افريقا کې يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د امريکا ډېرې مرستې ترلاسه کوي.

ورته مطالب